BBC
 شاته

پاکستان کې سرشمېرنه او اندېښنې

د حقونو پلويانو خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ښځينه کارکوونکو پر کموالي اندېښنې ښوولې.

خيبر پښتونخوا کې د سر شمېرنې چارو کې د ښځينه کارکوونکو کمي په اړه اندېښنې راپورته شوې، په داسې حال کې چې قبایلي سيمو کې بيا ويل شوي، چې دې بهير کې هېڅ ښځينه کارکوونکې هم نه شته.

پاکستان کې سرشمېرنه د مارچ له نيمې پيل شوې او د پلان له مخې به د راتلونکې مې تر وروستيو روانه وي.

د حقونو پلويان وايي پښتني سيمو کې د ښځينه سرشمېرونکو نشتوالي او يا کمي کې د ښځو ريښتينی شمېر نه شي معلومېدی.