BBC
 شاته

د تدمر ويجاړي

د سوریې حکومتي ځواکونه څو اوونۍ وړاندې د دغه هېواد تدمر ښار ته ورننوتل او داعش اورپکي يې ترې په شا وتمبول. داعش پر دې ښار دوه ځله ولکه کړې، لومړی ځل د ۲۰۱۵ کال مې کې، چې بيا حکومت ترې د ۲۰۱۶ کال مارچ کې بېرته ونيو، او داعش یې تېر دسمبر بيا په نيولو وتوانېد. د بي بي سي خبرياله ليز دوسېت دا ځل ورغلې وه، چې وايي داعش اورپکو په کې پراخه ويجاړي تر شا پرې ايښي.