د عکسونو البوم: کالیفورنیا کې د اوو مسلمانو هېوادونو د موسیقۍ کنسرت
د امریکا کالیفورنیا ایالت په اکلنډ ښار کې د اوو مسلمانو هېوادونو د سازغږونکو د موسیقۍ کنسرت د ' بندیزونو پر وړاندې یاداشتونه ' تر سر لیک لاندې تر سره شو.
دغه کنسرت د مارچ میاشتې پر ۲۵ ماښام تر سره شو.
د کالیفورنیا شمال کې د 'اصوات ' په نوم موسیقۍ ډلې د ایراني اسلامي کلتوري مرکز ( ICCNC ) په همکارۍ دغه کنسرت تر سره کړ.
یوه فلسطینۍ ښځه د اصوات نومې موسیقۍ ډلې مشري کوي او د دوی ډېر تمرکز پر دودیزه عربي کلاسیک موسیقۍ دی. خو دغه کنسرت کې د بېلا بېلو هېوادونو اړوند موسیقي وړاندې شوه.
د اکلنډ ښارواله لیبې شاف د دغه کنسرت لیدو ته د لږ مهال لپاره راغلې وه، خو تر دوه نیمو ساعتونو پورې هلته پاتې شوه. د کنسرت بهیر کې د بېلا بېلو هېوادونو موسیقي وړاندې شوه او ټول شعرونه انګلیسي ته ژباړل شوي وو.
د کنسرت ګډونوالو کې عیسویان او یهودیان هم لیدل کېدل، چې په وینا یې له مسلمانانو سره د همغږۍ او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ فرمان سره د مخالفت څرګندولو لپاره کنسرت ته راغلي وو.
د فلسطینۍ موسیقي ډلې اصوات مشره نبیله مانګو ویلي:
''له هغې ورځې راهیسې چې د امریکا ولسمشر له لوري د ویزا پر ورکړې د بندیز موضوع راپورته شوې، فکر مې کاوه، چې د هنر په ژبه د دغه فرمان پر وړاندې اعتراض څرګند کړم، چې وښیوو مسلمان هېوادونه بډای او لرغونی کلتور لري او د یوازې یو شمېر کسانو د سخت دریځۍ غږ باید د دې لامل نه شي، چې دغه ټولې ځانګړنې له یاده ووځي. ''
د موسیقۍ له کنسرت سره هممهاله د امریکايي وکیلانو له لوري د هغو اوو هېوادونو اوسېدونکو لپاره وړیا حقوقي مشورې ورکول کېدې، چې له دغه فرمانه اغېزمن دي.