BBC
 شاته

بنګله دېش کرېکټ لوبډله پاکستان کې شل اووریزې لوبې نه کوي

کرېکټ د انځور حقوق AFP

بنګله دېش کرېکټ بورډ پاکستان کې د دوو شل اووریزو سیالیو لړۍ کې له ګډونه انکار کړی، چې پام کې وه له جولای میاشتې مخکې تر سره شي.

پاکستان کرېکټ بورډ دغه هېواد کې د سوپرلیګ له سیالیو وروسته بنګله دېش لوبډلې ته پاکستان کې د لوبو بلنه ورکړې وه.

د کرک انفو رپوټ کاږي، د بنګله دېش کرېکټ بورډ رسنیو او اړیکو برخې مشر جلال یونس ډاکه ټریبیون ورځپاڼې ته ویلي 'د امنیت په اړه رپوټ د ډاډ وړ نه دی، ځکه موږ پر شا کېږو '

پاکستان کرېکټ لوبډله جولای میاشت کې بنګله دېش ته د لوبو لپاره ځي او پاکستان کرېکټ بورډ 'پي سي بي ' غواړي له دغې لړۍ نه د عاید له پلوه برابره ګټه پورته کړي.

هند د پاکستان کرېکټ لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړې

یو شمېر افغان او نړیوال لوبغاړي د پاکستان لیګ کې نه لوبېږي

د هند او پاکستان تر منځ د کرېکټ خبرې لغوه شوې

پاکستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد کرېکټ لوبډله ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کال کې بنګله دېش ته تللې، خو د بنګله دېش لوبډله له ۲۰۰۸ کال وروسته پاکستان ته نه ده تللې.

تېرو دوو کلونو کې بنګله دېش ټیم څلورمه لوبډله ده، چې پاکستان ته له سفر کولو انکار کوي. له بنګله دېش مخکې ویسټ انډیز، ایرلنډ او سریلانکا کرېکټ لوبډلو دغه هېواد ته له ورتګه انکار کړی دی.

خو پاکستان کرېکټ بورډ دغه هېواد کې د پاکستان سوپرلیګ سیالیو پایلوبې له کامیابۍ وروسته دغه هېواد ته د یوې مهمې نړیوالې لوبډلې ورتګ ته سترګې پر لار دي.