BBC
 شاته

اروپايي ټولنه: د برتانیا د وتلو بهیر سره هممهال پر سوداګرۍ نه غږېږو

ټوسک د انځور حقوق AP
Image caption له اروپايي ټولنې د وتلو رسمي غوښتنلیک د ډونلډ ټوسک په لاس کې

اروپايي اتحادیې د یوې تګلارې مسودې خپرولو سره له دغې ټولنې د بریتانیا وتلو لړ کې خپل دریځ څرګند کړی دی.

د مسودې له مخې اروپايي ټولنه د بریتانیا لومړۍ وزیرې له لومړني وړاندیز سره سم داسې کوم هوډ نه لري، چې د وتلو او د دواړو لوریو تر منځ د راتلونکي سوداګریزو اړیکو خبرې هممهاله وکړي.

د دغې مسودې په اړه به د اپریل میاشتې پر ۲۹ د ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو په سر مشریزه غونډه کې خبرې وشي. د اروپايي ټولنې شورا مشر ډونلډ ټوسک ویلي، تر هغې چې له ټولنې د بریتانیا وتلو جزیات په بشپړه توګه نه وي څرګند شوي، د سوداګریزي همکارۍ په اړه به خبرې پیل نه شي.

بریتانیا کې د اروپايي ټولنې قوانین لغوه کېږي

بریتانیا له اروپايي ټولنې د وتلو رسمي غوښتنلیک وړاندې کړ

خو بریتانیا غواړي له اروپايي ټولنې د وتلو او راتلونکي کې د سوداګریزې همکارۍ خبرې همهاله پیل شي.

ښاغلي توسک ویلي:

''هغسې چې بریتانیا کې ځینو وړاندیز کړی، د دواړو موضوعاتو پر سر خبرې نه شي کېدای. ''

د اروپايي ټولنې مرکزونو ته له ۶۰ میلیاردو ډالرو د ډېرو پېسو ورکول او بریتانیا کې له ۳ میلیونه ډېرو مېشتو اروپايانو برخلیک معلومول هغه څه دي، چې اروپايي ټولنه غواړي بریتانیا یې په تړاو دریځ څرګند کړي.

د مسودې له مخې د سوداګریزې همکارۍ خبرې به یوازې هغه مهال پیلېږي، چې د وتلو په اړه د خبرو لومړي پړاو شرایطو څرګندې پایلې معلومې شي. دونلډ ټوسک پر ټویټر پاڼه لیکلي:

د انځور حقوق EPA
Image caption اروپايي ټولنه کې د بریتانیا استازي له دغې ټولنې د وتلو رسمي بلنلیک ډونلډ ټوسک ته وسپاره

له څلوېښت کلن اتحاد وروسته پر یوه بل حق لرو، چې له ناندریو پرته له یوه بله بېل شو.

تېره سه شنبه د مارچ پر ۲۸ د بریتانیا لومړۍ وزیرې د اروپايي ټولنې هوکړه لیک د ۵۰ مادې له مخې په رسمي توګه له دغې ټولنې د وتلو غوښتنلیک لاسلیک کړ.

د دغه غوښتنلیک له منلو سره له ټولنې د بریتانیا وتلو بهیر پیلېږي او د ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتې پورې به دوه کاله دوام وکړي.