شاته

افغان ځواکونو هلمند کې د نشه یې توکو سترې زیرمې له منځه وړي

په هلمند ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وایي، تیره شپه افغان ځواکونو د دغه ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې د نشه یي توکو د کاروباریانو په یو ستر مرکز عملیات ترسره کړي او نږدې شپږ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت د نشه یي توکو دوه سترې کارخاني له منځه وړي دي.

دا چارواکي وایي، په دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفانو د سوق او ادارې یو ستر مرکز هم له منځه تللی دی.

افغان ځانګړو ځواکونو دغه عملیات د هلمند په شمال کې د نوزاد په ولسوالۍ کې ترسره کړي دي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اوردو قومندان تورن ولي محمد احمدزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس دغه عملیات ځانګړو افغان ځواکونو تر سره کړي چې په ترځ کې يې دوه سوه بیلره نشه يې توکي او د نشه یي توکو د پروسس کیمیاوي مواد له منځه وړل شوي دي.

جنرال احمدزي وویل "زموږ خاصو قواوو تیره شپه د نوزاد ولسوالۍ په اړوند سیمو کې په عملیاتو کې د نشه يې توکو د تولید دوه سترې فابریکې چې د نړیوالو مارکیټونو لپاره په کې د نشه يې توکو د پروسس او بسته بندې کیدله او ارزښت يې تر شپږ میلیونو ډالرو هم لوړ وو له منځه وړل شوي".

دغه راز جنرال احمدزی وویل چې د دولت د وسله والو مخالفینو او د نشه يې توکو د قاچاق کوونکو د سوق او ادارې یو ستر مرکز هم پدې عملیاتو کې له منځه وړل شوی.

جنرال احمدزي وویل " د سوق او ادارې هغه مرکز چې په مخابرو او کمپټرونو مجهز وو او د ا د مخالفینو اوقاچاق کوونکو ګډ د سوق مرکز وو او د جنوبي ولایتونو په کچه يې عملیات رهبري کول هم مو له منځه وړي دي".

نوزاد ولسوالي د هلمند په شمال ۱۳۰ کيلو میترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې له دولتي حاکمیت څخه بهر ده.

د هلمند په ولایت کې د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله زیات نشه يې توکي کرلکیږي، خو امنیتي چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې د افغانستان د نورو سیمو نشه يې توکې هم د دې ولایت له لارې تر پروسس وروسته نړیوالو بازارونو ته انتقالیږي.

د دغو عملیاتو وړاندې افغان ځواکونو په هلمند کې په تیرو اونیو کې د نشه یي توکو څلور نورې فابریکې هم له منځه وړي وې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي