BBC
 شاته

ده نیوز انټرنېشنل: "غونډې ډېرې خو ریښتینې افغان سولې ته کار کم شوی"

د انځور حقوق AFP/Getty Images)

ده نيوز انټرنېشنل:

پاکستانۍ دې نيوز انټرنېشنل ورځپاڼې خپله سرليکنه مسکو کې د افغان سولې په تړاو د کېدونکې غونډې راتلونکې ته ځانگړې کړې.

ورځپاڼه وايي د افغان سولې په تړاو د جوړو شويو غونډو شمېر ډېر دى خو په دغه هېواد کې واقعي سوله نه ده راغلې.

د هند او پاکستان ترينګلتيا

ورځپاڼې ليکلي: نړیوال په داسې حال کې په مسکو کې د خبر اترو بل پړاو ته چمتووالى کوي چې د ژمې له ختمېدو سره به طالبان يو ځل بيا د خپلې ولکې د سيمې پراخولو هڅه وکړي.

ورځپاڼه زياتوي د اپرېل پر ١٤ جوړېدونکې غونډې کې پاکستان گډون کوي خو دا لا نه ده پتېيل شوې چې څوک به يې په استازيتوب غونډې ته ورشي.

اکسپرېس ټريبيون:

دغې پاکستانۍ ورځپاڼې د هند د کورنيو چارو وزير راجنات سنگ په وينا ليکلي، هند پلان لري تر ٢٠١٨ م کاله پورې له پاکستان سره خپلې ټولې پولې وتړي.

ښاغلي سنگ ويلي له بنگله دېش او پاکستان سره د پولو د تړلو موخه د ترهگرۍ او کډوالو مخنيوى دى.

راجنات سنگ زياته کړې چې دا پرېکړه له پولې هندۍ غاړې ته د اورپکو د اوښتو هڅې ډېرېدا له امله شوې او د پولې د څارنې لپاره به تکنالوژي وکارول شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption هند له پاکستان سره اوږده ګډه پوله لري، چې ډېر کله یې په اوږدو کې جګړې هم شوې دي

وال ستريت ژورنال:

وال ستريت ژورنال وايي ايران پر پنځلسو امريکايي شرکتونو بنديزونه لگولي.

ايران پر دغو کمپنيو تور پورې کړى چې د ترهگرۍ ملا تړي دي او د اسراييلو له لوري د فلسطينيانو د ځپلو پلوي کوي.

ورځپاڼه وايي دا گام ښايي د امريکا له لوري پر ايران د لگېدلو بنديزونو ځواب وي.

په دغو شرکتونو کې توغندي جوړونکې، د تکنالوژۍ د توليداتو او د ملکيتونو د پېر او پلور کمپنۍ دي.

دغو کمپنيو لا د ايران له لوري د لگېدلو بنديزونو په اړه غبرگون نه دى څرگند کړى.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز د اترا پرادېش نوي اعلى وزير آديتيا نات يوگي څرگندونې راخيستي چې حکومتي مامورينو ته يې ويلي له ١٨ تر ٢٠ ساعته دې کار وکړي گڼې له خپلو دندو دې لاس په سر شي.

ښاغلى يوگي د هندو ملتپال گوند "بي جي پي" يو توندلارى غړى دى نوموړى يو راهب دى چې اوس يې سياست ته مخه کړې.

د اترا پرادېش د اعلى وزير په توگه د بي جي پي گوند له لوري د نوموړي غوراوي پراخ غبرگونونه وپارول.

ښاغلي يوگي ويلي د حکومتي پروژو په پلي کولو کې هېڅ راز ناغېړي نه منل کېږي.

هغه ځان پر کار روږدى کس بللى او ويلي له نورو چاواکو هم کار غواړي.