BBC
 شاته

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې د بخښنې د کلتور ختمول د فساد ختمول دي

د انځور حقوق EUAFGHANISTAN
Image caption فرانز مایکل میلبین: فساد د افغانستان د ځان بسیاینې پر وړاندې ستر ګواښ دی

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانز مایکل میلبن ویلي، عدلي او قضايي ارګانونه د افغانستان د ملکي خدمتونو تر ټولو په فساد ککړې ادارې دي چې باید پام ورته وشي.

د اروپايي ټولنې له استازولۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "د افغانانو له لیده قضایه قوه د افغانستان د ملکي خدمتونو تر ټولو فاسده برخه ده، نو ځکه اروپايي ټولنې په دغه ارګان کې له فساد سره مبارزه یو ځل بیا پخپل کلني کمپاین کې ځای کړې ده. "

واشنګټن پوسټ: اداري فساد وسله وال مخالفين پياوړي کوي

هرات کې د اداري فساد ضد لاریون

د روڼتیا د نړيوال بنسټ د وروستي رپوټ له مخې، چې په دولتي ارګانونو کې د فساد پر بنسټ جوړ شوی، افغانستان د ۱۷۶ هېوادونو په ډله کې ۱۶۷ ځای خپل کړی دی.

افغان دولت له یوې مودې د فساد د مخنیوي هڅې پیل کړي چې له دندې د قاضیانو ګوښه کول، د هغوی ادلون بدلون او د ښکاره محاکمو جوړول یې له وروستیو تدبیرونو بلل کېږي.

خو د افغانستان د روڼتیا د څار نادولتي بنسټ وايي، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي یووالي حکومت هوډ کمزوری دی او په دې برخه کې تر سره شوي کړنې یې سیاسي او نمایشي دي.

تر دې وړاندې ښاغلي میلبن ویلي وو که افغان دولت له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه کړي، نو د ناتوانه دولت په توګه به پاتې شي.

اروپايي ټولنه: ۲۰۱۶ کال کې ۱۸۳ زره افغانانو د پناه غوښتنه کړې

اروپايي ټولنه ښايي له ترکيې سره د غړيتوب خبرې وځنډوي