BBC
 شاته

رولا غني: جنرال دوستم یو ډول په کور کې نظر بند دی

Image caption لومړۍ مېرمن رولا غني د لندن له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د ولسمشر په لومړي مرستیال قانون پلی شوی دی

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني د لندن له ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د ولسمشر په لومړي مرستیال قانون پلی شوی دی.

هغې زیاته کړې: "هغه یې تر اوسه په کور کې دی، خو ( په حقیقت کې) هغه په یو ډول پخپل کور کې نظربند دی چې هیڅ رسمي دولتي کار نه تر سره کوي".

د افغانستان د ملي یووالي حکومت لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د خپل یوه پخواني هملاري او اوسني سیاسي مخالف احمد ایشچي له خوا په جنسي ځورونه او سړي تښتونه تورن شوی دی.

د ښاغلي ایشچي د ادعاوو دوسیه لا هم تر څېړنې لاندې ده. د یادې قضیې په تړاو د ښاغلي دوستم ساتونکي د پوښتنو ګروېږنو لپاره د افغانستان لویې څارنوالۍ ته حاضر شوي، خو ښکاري چې په دې برخه کې لا غوښتی پرمختګ نه دی شوی.

"دوستم د ایشچي په قضیه کې د خپلو ساتونکو د توقیف مخه نیولې"

د افغانستان لویه څارنوالي: پر دوستم د ایشچي ادعا څېړو

ښاغلي دوستم تېره شپه (مارچ ۲۶) خپلو پلویانو ته د یوه ویډیويي پیغام له لارې وویل: "ځینې خبرې شته، خو نه غواړم تاسو اندېښمن کړم. له کله چې سیاست ته راغلی یم، تل مې پر وړاندې دسیسې جوړې شوي. د کور خوا ته مې له ۲۰ تر ۳۰ ټانکونه راغلل، خو زه بېخي خبر نه کړل شوم. د یوې (خځلې) په اندازه هم پرې حساب نه کوم. "

دوستم ته نږدې سرچینې هم وايي، پر دوستم ورځ تر بلې فشارونه ډېرېږي چې استعفا ور کړي او ترکیې ته لاړ شي، خو نوموړی مقاومت کوي او دا وړاندیز یې رد کړی دی.

Image caption د ښاغلي دوستم ویندویان یاد تورونه ردوي او هغه د لومړي مرستیال پر وړاندې سیاسي چل ول بولي

جنرال دوستم له تېرو څلورو میاشتو خپل کاري دفتر ته نه دی تللی، خو کله چې د تېرې کب (حوت) میاشتې په لومړیو کې نوموړی خپل دفتر ته لاړ، په سبا یې د کور د کلابندۍ خبرونه خپاره شول.

خو وروسته بیا دوستم دا رد کړه چې ګواکې د هغه د کور مخې ته دې پوځیان ځای پر ځای شوي وي او هغه یې د رسنیو تبلیغات وبلل.

افغان امنیتي ځواکونو د جنرال دوستم کور او دفتر کلابند کړي

د دوستم ساتونکي لویې څارنوالۍ ته حاضر شوي

د ښاغلي دوستم ویندویان یاد تورونه ردوي او هغه د لومړي مرستیال پر وړاندې سیاسي چل ول بولي.

پر نوموړي د ایشچي له خوا د جنسي ځورونو او سړي تښتونې د تورونو له پورې کېدو سره په کابل کې د امریکا، برتانیا سفارتونو او د اروپايي ټولنې استازولۍ په بېلو خبرپاڼو کې اندېښنه ښودلې او د هر اړخیزو پلټنو غوښتنه یې کړې وه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ هم هغه مهال اعلان وکړ چې یاده قضیه به په جدي ډول وڅېړي، خو بي بي سي ته یې د جنرال دوستم د نظربندۍ په اړه د لومړۍ مېرمنې رولا غني د څرګندونو په تړاو له څه ویلو ډډه وکړه. خو تازه ولسمشرۍ ماڼۍ د جنرال دوستم د نظربندۍ د ادعا په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.