BBC
 شاته

استیضاح شوي امنیتي چارواکي پرخپلو دندو پاتې شول

Image caption د افغانستان ولسي جرګې نن د دفاع وزیر (ښۍ خوا ته) د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت مشر استیضاح کړل

د افغانستان ولسي جرګې نن دوشنبه ( د وري ۷مه) د دفاع وزیر عبدالله حبیبي، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او ملي امنیت رییس معصوم ستانکزی استیضاح کړل.

د سردارمحمد داوود خان پر روغتون تر خونړي برید وروسته د ولسي جرګې یو شمېر غړو د دوی د استیضاح غوښتنه وکړه.

د سردار داود پر روغتون د برید ۲۴ تورن مشکوک کسان نیول شوي

''د ډاکټر ورور ټولې هیلې مې په سیند لاهو شوې ''

د ولسي جرګې غونډه د وکیلانو په توندو او سختو خبرو پیل شوه. دوی د امنیتي ادارو پر مشرانو سختې نیوکې کولې چې خپلې دندې په ښه توګه نه ترسره کوي.

د سردار محمد داوود خان پر روغتون وروستی برید او د هلمند له سنګین ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په شا کېدل پر امنیتي چارواکو اصلي نیوکې وې.

د افغانستان د دفاع وزیر عبدالله حبیبي وايي ترهګر د نړۍ په هره برخه کې فعال دي او دوی هم تر خپله وسه په خپل هېواد کې د ترهګرو مخه نیولې ده: " ترهګر په هر ځای کې شته خو ددې مانا دا نه ده چې د کابل په ۴۰۰ بستریز روغتون کې دې هم وي، زه اعتراف کوم چې امنیتي تدابیر مو باید تر دې کلک واي."

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد هم د ولسي جرګې استازو ته خپل دلیلونه وړاندې کړل.

د ملي امینت ریس معصوم ستانکزي وویل په تېرو دوو میاشتو کې ۳۱۷ عملیات ترسره شوي او تر زرو ډېر کسان یې نیولي، دغه راز تر ۳۰۰ ډېرو چاودنو او ځانمرګو بریدونو مخنیوی یې کړی دی. خو په ورځ کې د یوې یا دوو پېښو مخنیو نه شي کولای. د ښاغلي ستانکزي په غوښتنه غونډه پټه یا سري اعلان شوه.

Image caption د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي وویل، هره ورځ د شلو ترهګریزو بریدونو مخه نیسي.

د دوی څرګندونې بیا هم ځینو استازو ته د منلو نه وې او هر یوه ته یې د باور رایې اچولو صندوقونه کېښودل.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډې کې ټول ۲۰۲ تنه استازي حاضر وو، چې باید هر وزیر او د ملي امنیت رییس د رد ۱۱۸ رایې اخیستې وای.

د رایو په پایله کې ښاغلي ستانکزي ۶۶ د رد رایې، تاج محمد جاهد ۷۵ او ښاغلي حبیبي ۸۸ د رد رایې واخیستې. او بېرته پر خپلو دندو پاتې شول.

په تېرو څو ورځو کې ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي مسؤلین د نه استیضاح کولو لپاره څو ځله د ولسي جرګې له استازو سره غونډې وکړې او له هغوی یې غوښتي وو چې په هېواد کې بدو امنیتي حالاتو ته په کتو سره داسې کار ونه کړي چې د حکومت په کابینې کې تشه رامنځ ته شي.

د طالبانو د "ملاتړ" له امله د سولې عالي شورا سلاکار له دندې ګوښه شوی

د هلمند سنګین ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی