شاته

هلمند کې د ملي امنیت په خاصو پوځیانو ځانمرګی برید شوی

د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې پر يوې امنيتي پوستې ځانمرګی بريد شوی دی.

ابتدايي معلومات وايي چې په دغې حملې کې شاوخوا لس افغان پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.

حمله د دوشنبې په ورځ د لښکرګاه ـ کندهار د دوراهي په سيمه کې د ملي امنيت د سرتيرو پر يوه مرکز شوې ده.

د هلمند د امنيې قومندانۍ يوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امريکا غږ اشنا ته وويل چي ځانمرګي له چاوديدونکو توکو ډک موټر د پوستې سره نژدې الوزولی دی. دغه مقام وايي چې شاید د وژل شويو کسان شمېر زيات شي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک امريکا غږ اشنا ته وویل چې په برید کې یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي خو دقیق ارقام به یې وروسته اعلان کړي.

د ملي امنيت د ادارې مربوط دغه سرتيري د وسله والو طالبانو په ضد عملیاتو کې مشهوره دي.

دا حمله داسې مهال شوې چې په لښکرګاه کې د نوروز د لمانځلو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي او ښار ته په ورغلیو لارو امنیتي ځواکونه درول شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي