BBC
 شاته

طالبانو هلمند کې د "تسلیم شویو" سرتېرو انځورونه خپاره کړي

Image copyright AP
Image caption نادعلي ولسوالۍ کې جګړه له تېرو درېیو ورځو راهیسې روانه ده

طالبانو د ویډیويي انځورونو په خپرولو ادعا کړې چې د افغانستان په سوېلي ولایت هلمند کې لسګونه نادرکه سرتېري له دې ډلې سره یوځای شوي دي.

طالبانو وړمه ورځ (اسد/زمري ۱۰مه) ویلي و چې په نادعلي ولسوالۍ کې ۴۶ سرتېري ددوی لیکو ته ورغلي او اوس ادعا کوي، دا ویډیو هماغه سرتېري ښيي.

په دې ویډیو کې د هغوی شمېر څرګند نه دی. ځوان کسان چې په دې ویډیو کې لیدل کېږي، شخصي جامې یې پر تن دي او یو تن پکې ټپي ښکاري. طالبان په دې ویډیو کې وایي، دا کسان "خوندي سیمې" ته لېږدوي.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، تراوسه دولتي ارګانونو نه ده تایید کړې چې د پوځ سرتېري دې له دې ډلې سره یوځای شوي وي، خو زیاتوي په کومه سیمه کې چې له ورکو سرتېرو سره اړیکه پرې شوې او ظاهرا د طالبانو لخوا کلابند شوي، پوځي عملیات روان دي.

ښاغلي ځواک پرون بي بي سي ته وویل، نامعلوم شمېر سرتېري نادرکه دي او هغوی سره مخابراتي اړیکه پرې شوې، خو طالبانو سره د هغوی یوځای کېدل یې رد کړي و.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د نادعلي ولسوالۍ مرکز په شاوخوا کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

Image copyright HMIC
Image caption دولتي ځواکونه د هلیکوپټرو له هوایي ملاتړ سره د طالبانو پر سنګرونو بریدونه کوي.

ښاغلي ځواک وویل، طالبانو د ولسوالۍ د مرکز دوو لوریو ته سنګر نیولی او هڅه کوي مخته راشي، خو دولتي سرتېري یې مخه نیسي.

طالبانو ویلي، دې ولسوالۍ ته د ورتګ لاره یې پرې کړې، خو ښاغلي ځواک وویل، ولسوالۍ ته تللې لارې خلاصې دي.

دواړه لوري د نادعلي په سوېل ختیځ کې د "چاه انجیر" په نوم کلي کې د درنې جګړې خبره کوي او یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د هلمند ولایت رسنیز دفتر ویلي، په دې کلي کې په چاڼیزو عملیاتو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي او د طالبانو ۱۳ غړي ټپیان شوي دي. خو طالبان ادعا لري چې په دې جګړه کې ۱۲ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش بي بي سي ته وویل، طالبان "درواغ خپروي". هغه زیاته کړه، دولتي ځواکونو هم په دغه سیمه او هم نورو کې بریالیتوبونه لرلي دي.

دولتي سرچینو همداراز ویلي، پر طالبانو د هوایي بریدونو په لړ کې د یوه قومندان په ګډون ددې ډلې لږ ترلږه ۱۵ غړي وژل شوي.

نادعلي کې جګړه له تېرو درېیو ورځو راهیسې روانه ده او ظاهرا تېره د دولتي ځواکونو د شمېر ډېرېدوسره جګړه توده شوې ده.

د والي د ویاند په خبره، د جګړې پر وضعیت د سرتېرو د ډېرېدو د چټکې اغیزې نشتوالي لامل، په سیمه کې د طالبانو لخوا ځای پرځای شوي ماینونه او د ولسي جرګې تلفاتو د مخنیوي لپاره د سرتېرو پاملرنه ده.