شاته

د سوریې پوځ وايي د دمشق له ځینو سیمو یې یاغیان وشړل

راپورونه وايي د سوریې ځواکونو په دمشق کې هغه سیمې بېرته نیولې دي چې له یوې درنې جګړې وروسته یاغیانو او اورپکو نیولې وې.

په دغې جګړې کې د دواړو خواو څخه لسګونه کسان ووژل شول. د سوریې پوځ او فعالان وايي چې د پلازمینې په څنډو کې د یاغیانو له لوري د ځینو سیمو نیول په دې مانا دي چې یاغیان اوس تر بل هر وخت دمشق ته نژدې شوي دي.

یاغیانو د یکشنبې په شپه ناببره بریدونه پيل کړل او دا سیمې یې ونیولې.

سره له دې چې د سوریې د حکومت ضد یاغیانو او حکومتي سرتېرو ترمنځ په وروستي جنګ کې ډېر کسان ووژل شول، بیا هم یاغیانو دا سیمې د ډېر وخت لپاره ونشوې ساتلې. جنګ د جبار او قابون په سیمو کې و.

د سوریې حکومتي تلویزون راپور ورکړی چې دا سیمې یې بېرته نیولې دي او د سوریې هوايي ځواکونو پر یاغیانو ۲۵ ځلې بمبارۍ کړي دي.

اسوشیتډپرس وايي یاغیان له څو کلونو راهېسې د دمشق د دفاعي کرښو د ماتولو هلې ځلې کوي، خو دا وروستی برید یې له ۲۰۱۲ کال را وروسته تر ټولو خطرناکه و.

یاغیانو یو وارې مخکې هم دمشق ته، چې ولسمشر بشارالاسد په کې واکمن دی، نژدې ځینې سیمې نیولې وې.

په سوریې کې له څو کلونو راهېسې جنګ روان دی او ورځ تر بلې پیچلی او سخت کیږي چې له کبله یې میلیونونه انسانان ووژل شول، ژوبل او کډوال شول.