شاته

د میانمار بودایان: مسلمانانو ته تابعیت مه ورکورئ

د میانمار سلګونو بودایانو په یوې مظاهرې کې له خپل حکومت نه په کلکه وغوښتل چې مسلمانانو ته تابعیت ورنکړي.

مظاهره کوونکي د حکومت د هغې طرحې پر ضد راوتلي وو چې له مخې یې مېشتو مسلمانانو ته د تابعیت په ورکولو باندې غور کوي. دا مظاهره د یکشنبې په ورځ یوې سخت دریځې بودایۍ مذهبي ډلې تنظیم کړې وه.

د کوفي عنان په مشرۍ د ملګرو ملتونو مشورټي ډلې د میانمار حکومت ته وړاندیز کړی و چې د روهینګیا مسلمانانو ته د تابعیت په ورکولو غوره وکړي او د دغه اقلیت پر تګ راتګ هم بندیز لېرې کړي.

د ان سان سوچي په مشرۍ حکومت د ملګرو ملتونو د دغه وړاندیز هرکلی وکړ او ژمنه یې کړې وه چې دا سپارښتنه به جدي تطبيق کړل شي.

خو دغه کار د میانمار بودایان او په خاص ډول مذهبي او متشدد بودایان سخت پارولي دي.

د دغې مظاهرې یو تنظیموونکي انګ هتای وویل "موږ حکومت ته اجازه نه ورکوو چې چې دغه ناقانونه کډوالو ته تابعیت ورکړي".

په میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو څو نسلونه په راخین کې پیدا او مړه شول خو لا هم هغوی ته د بنګلدېش د ناقانونه مهاجرو په سترګه کتل کیږي.

دغلته په ۲۰۱۲ کال کې جنګونه پیل شول، زرګونه کسان چې ډېر یې مسلمانان دي، ووژل شول او شاوخوا ۱۴۰ نور یې کډوال او له خپلو سیمو وشړل شول.

د برما مخکني نظامي حکومت دوه کال مخکې د مسلمانانو د شړلو او له هغوی څخه د تابعیت اخیستلو په لړ کې، د روهینګیايي مسلمانانو پېژندپاڼې چې سپین کارت بلل کیږي هم بېرته واخیستل.