شاته

امریکا او چین د شمالي کوریا په سر په گډ کار موافقه وکړه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د چین د جمهور رئیس شي جینپنگ له خوا د تود هرکلي او خبرو وروسته آسیا ته خپل لومړی سفر پای ته ورسوو.

دم گړۍ دواړو هیوادونو په نورو مسلو خپل اختلافات څنگ ته کړل او د دې سفر په پای کې ښاغلي ټیلرسن موافقه وکړه چې د چین سره به د شمالي کوریا په سر په گډه کار کوي.

په اول سر کې چین بیا بیا د واشنگتن د هغه اقدام په هکله په غوسه شوی و چې امریکا پلان لري د شمالي کوریا د اتمي او توغندیز پروگرام د مخنوي لپاره په جنوبي کوریا کې د توغندیو دفاعي سیستم نصب کړي.

بیجینگ هم د امریکا د مقاصدو په اړه د تایوان لپاره شکمن و چې چین یې د خپل د یو ښار په توگه یې د ملکیت ادعا کوي.

د ستاینې ټکي

خو د چین په پلازمینه بیجینگ کې دا مسلې لږ تر لږه د خبریالانو په مخ کې د جمهور شي او د تیلرسن په خبرو کې له سره یادې نشوې.

ښاغلي شي زیاته کړه "تاسو وویل چې د چین او امریکا ترمنځ اړیکې یوازې دوستانه دي. زه ستاسو دا خبره ستایم."

جمهور رئیس شي وویل چې څو څو ځلي یې د جمهور رئیس ترمپ سره یې د تیلفون او پیغام له لارې خبرې کړې دي.

"مونږ دواړه باور لرو چې سر له اوسه د چین او امریکا همکاري په هغه خوا درومي چې مونږ یې د تللو تلاش کاوو. مونږ دواړه د دې نوي رغنده پرمختگ تمه کوله"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د چین د جمهور رئیس د لنډ ملاقات نه وروسته، ښاغلي تیلرسن وویل چې په امریکا کې د جمهور رئیس ډونالد ترمپ سره د جمهور رئیس شي جین پنگ ملاقات ته سترگې په لار دي.

د نه تائید شويو راپورونو له مخې ټاکل شوې چې ترمپ او شي به په راتلونکې میاشت کې په فلوریدا کې ملاقات وکړي.

د ټیلرسن او شي ترمنځ خبرو کې په هغو مسلو باندې خبرې ونشوې چې دواړه هیوادونه په خپلو منځو کې یا په سیمه ایزه کچه ورباندې د نظر اختلاف لري.

د ټیلرسن او شي ترمنځ خبرو کې په هغو مسلو باندې خبرې ونشوې چې دواړه هیوادونه په خپلو منځو کې یا په سیمه ایزه کچه ورباندې د نظر اختلاف لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د شي په ځواب کې وویل "جمهور رئیس ترمپ هغو خبرو ته چې ستاسو او ترمپ ترمنځ شوي ډیر ارزښت ورکوي په تیره هغه اوږدو تیلفوني خبرو ته چې پکې د امریکا او جمهور رئیس ترمپ سره د اړیکو په اړه د چین د نظریې درک بهتره شي. هغه په راروان ملاقات کې د دغه درک او فرصت د زیاتیدو په انتظار دی."

جمهور رئیس ترمپ تر اوسه پورې د چین لپاره داسې شریک و چې وړاندوینه یې نشوای کولی. ترمپ د جمهوري ریاست د کمپاین پر مهال په چین باندې له سوداگرۍ نیولې د جنوبي چین سمندر په اوبو د بیجینگ د مالکیت ادعا باندې نیوکې کولې.

مخکې له دې نه چې ټیلرسن د شنبې په ورځ چین ته لاړ شي، ترمپ وویل شمالي کوریا "بد چلند کوي" او چین یې په دې تورن کړ چې د شمالي کوریا د اتمي وسلو د پروگرام د کړکیچ د حل لپاره اقدام نکوي.

شمالي کوریا

د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیران د یو بل سره په لیدنه کې محتاطه لهجه درلوده. ټیلرسن وویل امریکا او چین به په گډه کار وکړي څو په اتمي وسلو سمبال شمالي کوریا خپله تگلاره بدله کړي.

دا ازموینه د چین سرحد سره نژدې شوې ده او د لیدو لپاره یي د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون سهار وختې ورغلې و

دا ازموینه د چین سرحد سره نژدې شوې ده او د لیدو لپاره یي د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون سهار وختې ورغلې و

شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ وویل چې د یو نوي قوي ماشین لرونکي توغندي ازموینه وکړه. دا ازموینه د هغه انجن وه چې توغندې ترې ویشتل کیږي خو په خپله په ځمکه نصب پاتی وي. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ دا آزموینه بریالۍ بللې ده.

واشنگتن له چین څخه غواړي چې د شمالي کوریا د شمالي گاونډی او مهم تجارتي شریک په توگه خپل نفوذ وکاروي او د هغه هیواد د اتمي وسلو پروگرام مخه ونیسي.

چین وایي چې پر شمالي کوریای د ملگرو ملتونو د بندیزونو د عملي کولو ژمن دی خو ټول اړخونه په سیمه کې د کړکیچ د کمولو او د خبرو اترو د پیلولو لپاره مسولیت لري.

چینایي چارواکي بیا بیا ویلي چې په شمالي کوریا داسې نفوذ نلري لکه څنگه چې امریکا او نور هیوادونه فکر کوي.