BBC
 شاته

د ش. کوریا توغندي ازمایښت: 'امریکا د ځان او ملګرو دفاع ته چمتو ده'

Image copyright Getty
Image caption د جون په ۲۳مه د منځني واټن بالسټیک توغندي ازمایښت نه د شمالي کوریا مرکزي خبري اژانس انځور

امریکا د شمالي کوریا لخوا د جاپان سمندري اوبو پر لور د بل بالسټیک توغندي ازمویلو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې "له ځان او خپلو ملګرو دفاع ته چمتو ده."

ددغه ازمایښت خبر وړاندې د سوېلي کوریا پوځ تایید کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند انا ریچي الن وویل، "موږ د کوریا ولسي دیموکراتیک جمهوریت لخوا د بالسټیک توغندیو له توغولو خبر یو" او زیاته یې کړه چې واشنګټن په کلکه دغه او نور وروستي ازمایښتونه غندي.

هغه زیاته کړه: "موږ د نړۍ هره برخه له خپلو متحدینو او شریکانو سره همکارۍ ته چمتو یو ترڅو د شمالي کوریا ډېرو پاروونکو ګامونو ته ځواب ووایو او همداراز د هرډول برید او پاروونکي کړنو په مقابل کې له ځان او خپلو ملګرو دفاع کوو."

پنتاګون ویلي، ددې هېواد "د ستراتیژیکې قوماندې سیسټم" د دوو توغنديو چې انګېرل کېږي د شمالي کوریا لخوا توغول شوي وي، د امریکا پر وخت له غرمې وروسته په ۵:۵۳ دقیقو څرک لګولی دی.

ددې بیانیې له مخې، په ورته وخت کې د هوانګجو ښار ته نژدې د دوو توغنديو څرک موندلی چې ظاهرا د لنډ واټن بالسټیک "نو ډانګ" توغندي و.

په دې بیانیه کې ویل شوي، لومړنۍ نښې ښيي چې یو توغندی له توغولو لږه شېبه وروسته چاودېدلی په داسې حال کې چې دویم یې د جاپان په سمندر کې پرېوتی.

سویلي کوریا کې د توغندي ضد دفاعي سیسټم ځای پرځای کولو لپاره د امریکا او سوېلي کوریا د ګډې طرحې په ځواب کې پیونګ یانګ په دې وروستیو کې د "فزیکي غبرګون" ژمنه وکړه.

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک له مخې، اټومي او بالسټیک توغندیو له جوړولو منع کړل شوی، خو په وروستیو میاشتو کې یې په وار وار دا ډول ازمایښتونه کړي.

دغه هېواد په جون میاشت کې د سمندر پر لور درې بالسټیک توغندي وتوغول.

د سویلي کوریا چارواکي باور لري چې پیونګ یانګ تر ځمکې لاندې د پنځم اټومي ازمایښت لپاره چمتووالی نیسي.