BBC
 شاته

ملګري ملتونه وايي، نړۍ له ۱۹۴۵ راوروسته تر ټولو لوی 'بشري کړکېچ' سره مخامخ ده

د انځور حقوق UNICEF
Image caption پنځه کلن محمد علي دسمبر میاشت کې د یمن یوه روغتون کې بستري دی او د نوموړي کشری تره زوی چې ایله دوه کلن و، د لوږې له لاسه ومړ.

ملګري ملتونه وايي، له ۱۹۴۵ راوروسته دا مهال نړۍ له سخت بشري کړکیچ سره مخامخ ده. ملګرو ملتونو دغه راز د ( ناورین ) مخنیوي په هدف د مرستې غوښتنه کړې.

د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې مشر سټېفن او براین ویلي په یمن، سومالیا، سویلي سودان او نایجریا کې نژدې ۲۰ میلیونه انسانان له لوږې او قحطۍ سره مخامخ دي.

څلورو هېوادونو کې ۱٫۵ میلیون ماشومان له "لوږې" سره مخامخ دي

سومالیا کې لوږې د ۱۱۰ کسانو ژوند اخیستی

یونیسیف له دې مخکې خبرداری ورکړی، چې سږ کال یو اعشاریه څلور میلیونه ماشومان د لوږې له لاسه د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

ښاغلي اوبراین ویلي تر جولای میاشتې پورې څلور اعشاریه څلور بیلیونه ډالر په کار دي، چې د بحران مخه ونیول شي:

''دا مهال څلورو هېوادونو کې نږدې ۲۰ میلیونه کسان له لوږې سره لاس او ګرېوان دي او د نړیوالې ټولنې له ګډو او همغږو مرسته پرته به انسانان د مرګ له ګواښ سره لاس او ګرېوان شي او ګڼ شمېر نور به د ناروغیو له لاسه مړه شي. ''

تېره میاشت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرڅ هم ورته غوښتنه کړې وه.

هغه مهال نوموړي وویل، ملګرو ملتونو یوازې ۹۰ میلیونه ډالر تر لاسه کړي دي. د ښاغلي اوبراین په څېر ښاغلي ګوتېرڅ هم له نړیوالې ټولنې د نورو مرستو غوښتنه کړې وه.

داسې باور کېږي، چې یوازې یمن کې له هرو لسو دقیقو وروسته یو ماشوم د داسې ناروغیو له لاسه مري، چې مخنیوي یې شونی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption د سومالیا یو شمېر برخو ته د جګړو له کبله د مرستو رسېدل ستونځمن دي

نړۍ تر ټولو لوی 'بشري کړکېچ' سره مخامخ ده

د ملګرو ملتونو اټکل له مخې دغه هېواد کې د حکومت او حوثي یاغیانو تر منځ د دوه کلنې جګړې پایله کې ۱۹ میلیونه کسان په یو نا یو ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو ادارې دغه راز وايي، په سویلي سودان کې سل زره کسان له لوږې سره مخامخ دي او نژدې یو میلیون نور نږدې ده، چې د قحطۍ له لاسه وځپل شي.

جګړې، وچکالي، کډوالي او د قانون نه حاکمیت د دغو ستونزو لوی لاملونه بلل کېږي.