شاته

په سوریه کې غبرګو چاودنو لږ تر لږه ۴۰ تنه ووژل

د سوریې په پلازمینه دمشق کې یو زیارت ته نژدې دوه غبرګې چاودنې شوې او لږ تر لږه یې ۴۰ تنه ووژل.

چاودنې د شنبې په ورځ د باب الصغیر قبرستان ته نژدې وشوې. د سوریې دولتي تلویزون د سیمې تصویرونه خپاره کړل چې لوګي اسمان ته خيژي او د ګاډو په تمځای کې ډېر خرابی لیدل کیږي. باور کیږي چې چاودنې هم د ګاډو په تمځای کې شوې دي.

دولتي رسنۍ وايي په چاودنو کې لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۰۰ نور ژوبل دي. خو اسوشیټډ پرس د لبنان د المنار تلویزون د راپور په اساس ویلي چې دا دوه ځانمرګي بریدونه وو او۴۰ تنه یې وژلي دي.

مګر په برتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي په دغو چاودنو کې ۴۴ تنه وژل شوي دي. دا سازمان وايي په برید کې هغه ګادي په نښه شوي چې زیارت ته راتلل.

دغه زیارت ته تر ډېره شعیه ګان ورځي. سازمان وايي شاید د وژل شویو ارقام نور هم زیات شي ځکه چې په خبره یې د ځینو زخمیانو حالت ښه نه دی.

تېرکال همدغه ورځې شپه په یو بل ورته برید کې په یو بل زیارت کې برید لسګونه کسان ووژل چې مسولیت یې داعش واخیست.