BBC
 شاته

د "بې قانونه جنسي اړیکو" لرونکې جوړه خوشې شوه

د انځور حقوق Culverwell family
Image caption دا جوړه میاشت مخکې نیول شوې وه.

متحده عربي اماراتو کې د بې قانونه جنسي اړیکو له امله یوه جوړه له یوې میاشتې بند تېرولو وروسته خوشې او پرې لګېدلي تورونه لرې کړل شول.

د سوېلي افریقا ۲۹ کلن ایملن کلورویل او د هغه اوکراینۍ ملګرې ۲۷ کلنه ایرینا نوا هغه مهال په ابو ظبۍ کې ونیول شول چې ایرینا د نس درد له امله ډاکټر ته لاړه او ډاکټر له طبي معاینې وروسته ورته وویل چې مېندواره شوې ده.

کله چې دغه مین او مینې د کوزدې سند وړاندې نه کړ، نو په روغتون کې ونیول شول.

په مذهبي خلیجي هېوادونو کې له واده پرته جنسي اړیکې بې قانونه بلل کېږي.

* د واده کولو ځينې ګټې

* د جنسي اړیکې د درد کمولو ساده لارې

* د جنسي اړیکو روباتونه، اړتیا او که بې لاري؟

د ایملن کلورویل مور د دواړو د خوشي کولو لپاره په غوښتنه کې ویلي و: "د دواړه تېروتنه دا ده چې خپلو کې یې مینه کړې".

لینډا کلورویل د سوېلي افریقا رسنیو ته ویلي، د جمعې په ورځ یې زوی ورته ټلېفون وکړ او ورته ویې ویل، چې ټول تورونه ترې لرې شوي دي.

"زه نه پوهېږم وژاړم که چغې وکړم".

هغې ټایمز لایف نیوز وېبپاڼې ته ویلي "زه خپل راتلونکي لمسي ته فکرمنه یم، زه باید هرې دوه دقیقې وروسته دوی ته ټلېفون وکړم".

له دې مخکې د ۲۴ نیوز د خبر له مخې د سوېلي افریقا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې جوړې مرسته په دې نشي کولی چې دا مسله د متحده عربي اماراتو د کورنیو قوانینو اړوند ده.

کلورویل او نوا په جنورۍ کې نیول شوي و، خو خبر یې په وروستیو ورځو کې خپور شو.

کلورویل په متحده عربي اماراتو کې له تېرو پنځو کلونو راهیسې دنده لري.