"د افغانستان جگړه اوس د ټرمپ جگړه ده"
نيوياريک ټايمز
دغې ورځپاڼې "د افغانستان جگړه اوس د ټرمپ جگړه ده" تر سرليک لاندې سرمقاله خپره کړې. ورځپاڼه وايي وړاندې له دې چې سپينه ماڼۍ په افغانستان کې د سرتېرو د شمېر ډېرولو په تړاو د پنټاگون غوښتنې ته ځواب ووايي، دا به غوره وي چارواکي د هغو ناسمو فکرونو اوږد تاريخ و ارزوي چې انگېري د سرتېرو له شمېر ډېرولو سره به امريکا په افغانستان کې لاسته راوړنې ولري.
سرليکنه په تېر کې شويو دغه راز غوښتنو ته اشاره کوي او وايي د سرتېرو د شمېر زياتېدا ډېره گټوره نه ده پرېوتې.
امریکايي پوځ افغانستان کې د سرتېرو ډېرول غواړي
ورځپاڼه وايي په پاکستان کې د اورپکو ځالې، فساد او د افغان پوځ کمزورې مشرتابه ستونزې پرځاى پاتې دي.
ورځپاڼه زياتوي، شته ستونزو سره د يوۀ نوي چلند پرته يوازې د سرتېرو شمېر زياتول ښايي يو يا دوو کلونو لپاره د افغان حکومت ملا وتړي او لنډمهال لپاره لا گډوډۍ او تاوتريخوالي کې د افغانستان کېوتل وځنډوي، خو د ستونزې هواري لپاره اړتيا ده چې پنټاگون پر نوې تگلارې فکر وکړي.
امريکا يي ځواکونو سره کارکونکو افغانانو لپاره ويزې
د نيويارک ټايمز يوۀ بل مطلب کې د حقوق پوهانو له خوله ليکل شوي، هغو افغانانو ته چې د امريکا پوځ يا حکومت سره کار کوي ويل کېږي چې ځانگړو ويزو لپاره دې غوښتنليکونه ورنکړي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې نه دى چې ولسمشر ټرمپ يې امريکا ته د ااتباعو پر سفر بنديز لگولى.
''پاکستان باید د ترهګرۍ تمویلونکی هېواد وبلل شي''
ده نيوز
پاکستان چاپې ده نيوز ورځپاڼې هغې لايحې ته کتنه کړې چې د دغه هېواد پر ضد د امريکا کانگرس ته وړاندې شوې.
دا لايحه چې د پاکستان پر وړاندې په کې سخته ژبه کارول شوې، له کانگرس غواړي پاکستان د نه باور وړ متحد او د ترهگرۍ ملاتړى هېواد اعلان کړي، او ورسره مرستې ودروي.
لايحه د امريکا په استازو جرگه د ترهگرۍ ضد جرگه گۍ مشر "تېد پو" وړاندې کړې، چې د ورځپاڼې په وينا پاکستان ضد ذهنيت لري.
د لايحې له مخې اړتيا ده د امريکا ولسمشر په راتلونکو دريو مياشتو کې د يوۀ رپوټ په خپرولو دې پوښتنې ته ځواب ووايي چې پاکستان د ترهگرۍ ملاتړى هېواد دى او که څنگه؟
له دې يومياشت وروسته بيا اړتيا ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوۀ رپوټ په خپرولو ووايي چې پاکستان د ترهگرو ملاتړ کوي او يا له جزيياتو سره توجيه کړي چې ولې له قانوني اړخه پاکستان د ترهگرۍ يو ملاتړى هېواد نشي بلل کېداى.