BBC
 شاته

امازون کې سپینې پاڼې کتاب تر ټولو ډېر پلورل شوی

د انځور حقوق AMAZON
Image caption د ''جامع لارښود، ډیموکراټانو ته د رایې ورکولو دلایل'' په نوم دغه کتاب کې د کتاب له سرلیک او لړلیک پرته نور هېڅ نه دي لیکل شوي

په امازون وېبپاڼې یو داسې سیاسي کتاب تر ټولو ډېر پلورل شوی، چې په ۲۶۶ مخونو کې یې هېڅ یو توری هم نه دی لیکل شوی او ټول مخونه یې سپین پرېښودل شوي.

د ''جامع لارښود، ډیموکراټانو ته د رایې ورکولو دلایل'' په نوم دغه کتاب کې د کتاب له سرلیک او لړلیک پرته نور هېڅ نه دي لیکل شوي او یوازې لومړي مخ کې یې د یوناني تاریخ لیکونکي توسیدید یوه خبره راوړل شوې چې وايي: ''ما خپل اثار د مقالې په توګه او د دې زمانې د خلکو د ستاینې اورېدو لپاره نه دي لیکلي''.

د کتاب لیکوال مایکل نولز ''فاکس نیوز'' ته ویلي، له سره تر پایه د کتاب لوستل یوازې ۱۵ یا ۲۰ ثانیې وخت نیسي.

د اوباما او میشل د یادښتونو کتاب چاپېږي

اوباما د ماشومانو لپاره کتاب لیکلی

په محافظه کارو رسنیو کې په اته ډالرو د مایکل نولز کتاب رانیولو لپاره تود کمپاین شوی او ډېر زیات هم پلورل شوی دی.

ښاغلی نولز چې خبریال او د ''ډیلي وایر'' وېبپاڼې لپاره لیکوال هم دی، وايي ددې کتاب لیکلو ته یې ''اوږده موده څېړنه کړې ده''.

''کله مې چې په اقتصادي، بهرني سیاست او کورني امنیت او مدني حقونو موضوع کې ډیموکراټانو ته د رایې ورکولو دلایل واورېدل، دې پایلې ته ورسېدم چې احتمالاً غوره به وي چې د کتاب مخونه سپین پرېږدم''.

پر امازون وېبپاڼې ددغه کتاب په اړه تر ۱۲۰۰ ډېر پېغوري نظرونه خپاره شوي. د کتاب یوه اخیستونکي لیکلي ''که ډیموکراټان په ګرده نړۍ کې خپلو مرکزونو ته ددغه کتاب منځپانګه واستوي، نور به یې هېڅوک هم مخه ونه نیسي''.

د کتاب یوه بل پېرونکي لیکلي چې ''ان زما دوه کلن ماشوم هم د لیبرالیزم په ځانګړنو پوهېږي او اوس یې دغه کتاب خوښ شوی او کولای شي څه پکې ولیکي''.

''ډیموکراټانو ته د رایې ورکولو دلایل'' کتاب وروسته تر هغه خپور شو، چې وړاندې د یوه سیاسي تګلوري لرونکی یو بل ورته کتاب هم خپور شوی و.

د ''ولې ټرمپ د باور، درناوي او ستاینې ارزښت لري'' په نوم ۲۰۶ مخه کتاب په تېره نومبر میاشت کې په سپینو پاڼو خپور شوی و.

دغه کتاب د امازون له پنځو ستورو څلور نیم هغه ګټلي او ددغې وېبپاڼې محبوب کتاب ګڼل کېږي.

د کتاب په توضیح کې راغلي ''ددغه کتاب د لیکلو لپاره پر کلونو کلونو څېړنو سربېره مې د لیکلو لپاره د ویلو وړ توري ونه موندل. نو ارام اوسئ او له دې کتاب د کتابچې په توګه ګټه واخلئ''.

اوباما رخصتۍ کې کوم کتابونه لولي؟