BBC
 شاته

زابل کې دوو پوليسو خپل اته محلي پوليس ووژل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption محلي پولیس د امریکايي ځواکونو په هڅو جوړ شول.

په زابل کې افغان چارواکي وايي، تيره شپه د دغه ولایت د شينکۍ او سيوري ولسواليو ترمنځ لوی ښار سيمه کې دوو محلي پولیسو خپل اته ملګري پولیس وژلي دي.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، چي د وسلوالو دوو ارتباطي سیمه ییزو پولیسو ظاهراً خپل اته ملګري لومړی مسموم کړي او بيايې وژلي دي.

د زابل والي بسم الله افغانمل هم له بي بي سي سره په خبرو کې د پېښې پخلی کوي او وايې چي بريدګرو له طالبانو سره لاس درلود او د تيښتې په وخت يې وسلې هم له ځانه سره وړې دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې په هلمند کې هم یوه پولیس خپل ۱۱ ملګري په ووژل.

* يو افغان پوليس اروزګان کې خپل ۱۰ ملګري وژلي

* 'کندوز کې دوو نفوذي طالبانو خپل ۱۴ ملګري وژلي'

له بلې خوا د بادغس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې پنځه ملي پولیس له وسلوالو سره یو ځای شوي دي.

د بادغېس د والي ویاند ظاهر بهاند بي بي سي ته وویل، چې دې پولیسو خپلې وسلې هم له ځان سره وړې دي.

نوموړی وايي، په دې تړاو پلټنې روانې دي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې په بادغېس کې د وسلوالو طالبانو یو ولسوال او لس وسلوال یې د سولې بهیر سره یو ځای شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په باغېس کې پنځه ملي پولیس له وسلو سره له طالبانو سره یو ځای شوي دي.