BBC
 شاته

خوست کې د امریکايي ځواکونو پر اډې برید شوی

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption په ۲۰۰۹ کال په همدې میدان د القاعدې شبکې د یو فلسطین الاصله اردني تبعه همام خلیل البلوي لخوا ځانمرګی برید هم شوی و، چې په دغه برید کې د (سي ای اې) اوه کارکوونکي وژل شوي وو.

د خوست امنیتي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د مېشتو امریکایي ځواکونو په هوایي اډې وسلوال برید شوی دی.

د خوست امنیه قومندان جنرال فیض الله غیرت وویل: ''د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې یو برید کوونکی وژل شوی او دوه نور برید کوونکي له برید وروسته له سیمې تښتېدلي. موږ یې د پیدا کولو پلټنې پیل کړې دي.''

نوموړی زیاتوي، برید د امریکایي ځواکونو د هوایي اډې په ختیځه دروازه شوی دی.

قوماندان وایي، د برید پرمهال د هوایي ډګر ساتونکو او مېشتو بهرنیو ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

سي ای اې د خوست په ځانمرګي برید کې خپله نیمګړتیا ومنله

امريکا: پر CIA بريد کوونکی 'ډبل جاسوس' و

د سیمې اوسېدونکي وایي، له برید نیم ساعت وړاندې په سیمه کې د امریکا د څارګرې ادارې په هوایي اډه د توغندیو بریدونه هم شوي دي.

خو د خوست امنیه قوماندان وایي، نه په میدان باندې توغندي توغول شوي او نه کوم ځانمرګی برید پرې شوی دی.

په ۲۰۰۹ کال په همدې میدان د القاعدې شبکې د یو فلسطین الاصله اردني تبعه همام خلیل البلوي لخوا ځانمرګی برید هم شوی و، چې په دغه برید کې د (سي ای اې) اوه کارکوونکي وژل شوي وو.

هغه مهال داسې رپوټونه وو، چې ګني ښاغلی البلوي د امریکایانو، اردنیانو او القاعدې ترمنځ درې ګونی جاسوس دی.

په خوست کې د امریکایي ځواکونو د دغې اډې له څنډې څلورو ولسوالیو او دوو ادارې واحدونو ته سړک هم غځېدلی، چې اوس مهال دغه لاره تړل شوې او دواړو خواوو ته تلونکي بند پاتې دي.

وړمه روژه کې پر همدې اډې برید شوی و، چې لسګونو ملکیانو او د دغه میان کارکوونکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

په دغه اډه کې سلګونه امریکايي ځواکونه مېشت دي.

پر سي ای اې مخکني بریدونه - ۱۹۶۵-۲۰۰۹

  • ۲۰۰۹: د افغانستان د خوست ولايت په ځانمرګي بريد کې د سي ای اې اووه غړي ووژل شول .
  • ۲۰۰۳: افغانستان کې د روزنې پرمهال د سي ای کې دوه قرارداديان او يو افسر ووژل شول .
  • ۲۰۰۱: افغانستان کې د سي آی اې يو افسر ووژل شو .
  • ۱۹۹۳: د ويرجينيا په پوځي روزنځي کې د سي آی کې دوه غړي ووژل شول .
  • ۱۹۸۹: له ډي آر کانګو نه انګولا ته د الوتکې په پېښه کې د سي آی کې شپږ غړي ووژل شول .
  • ۱۹۸۵: په بيروت کې له تښتولو او شکنجه کولو وروسته د سي آی اې د بيروت مرکز مشر ووژل شو .
  • ۱۹۸۳: په بيروت کې د امريکا پر سفارت په شوي ځانمرګي بريد کې اته سي آی اې مامورين ووژل شول .
  • ۱۹۶۵: په ويتنام کې د سي آی اې اووه غړي ووژل شول .