BBC
 شاته

دمشق: بمي چاودنو کې ۴۰ عراقیان وژل شوي دي

سوریه د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیس د پېښې په تړاو څېړنې پیل کړې دي

عراقي چارواکي وايي، د سوریې پلازمېنې دمشق کې دوو بمي چاودنو کې ۴۰ عراقیان وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي. چاودنې باب الصغیر هدېرې ته نژدې شوې دي.

دغې هدیرې کې شیعه مسلمانان یو شمېر زیارتونو ته ورځي. ویل کېږي د چاودنې هدف هغه کسان وو، چې دغو زیارتونو ته بسونو کې ورتلل.

له دې مخکې سني سخت دریځو وسله والو ډله پر زیارتونو یو شمېر بریدونه کړي، خو دمشق ښار کې دغه ډول بریدونه کم ساري دي.

د سوریې حمص کې ځانمرګو بریدونو لګسونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سوریې په تړاو قزاقستان کې خبرې پيل شوې

بل لور ته د روسیې، ترکیې او ایران په مرسته قزاقستان کې راتلونکې اوونۍ د سوریې د سولې په تړاو خبرې پیلېږي.

له دې مخکې دسمبر کې یوه هوکړه اعلان شوه، خو سوریې کې لا هم بریدونه کېږي.

د سوریې کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم اشاري ویلي، د دغه برید هدف د بېلو هېوادونو عربان وو، چې زیارتونو ته ورغلي وو.

د سوریې ملي ټلویزیون د پېښې ځای تصویرونه خپاره کړي، چې په ظاهره ښکاري چاودنې د بسونو شاوخوا کې شوې دي.

باب الصغیر د دمشق له مشهورو هدېرو یوه ده، چې په کې د یو شمېر مشهورو شخصیتونو زیارتونه دي.

د دمشق ښار ډېری برخه د ولسمشر بشارالاسد حکومت کنترول کې ده، خو د ښار څنډو په ځینو سیمو کې حکومت مخالف وسله وال هم شته.

تر اوسه معلومه نه ده، دغه بریدونه چا کړي دي، خو د عراق کورنیو چارو وزارت ویاند احمد الجمال دا ترهګریز برید بللی دی.

له دې مخکې جنورۍ میاشت کې کفر السوسا نومې سیمه کې یو ځانمرګي برید شوی و، چې په کې ۱۰ کسان وژل شوي وو.

جبهه الشام نومي ډلې چې القاعده پورې تړلې ده، د هغه برید پړه منلې وه.

دغه ډله د سولې له خبرو شړل شوې او ویل کېږي، چې شمال لوېدیځ کې د دغې ډلې پر هدفونو سوري ځواکونه او روسۍ الوتکې ګوزارونه کوي.