BBC
 شاته

ننګرهار کې د سیمې په کچه دریم لوی پوهنتون جوړېږي

Image caption پوهنتون په رودات ولسوالۍ کې په زر جریبه ځمکه جوړېږي.

د افغانستان د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې په زر جریبه ځمکه کې د څه د پاسه درې نیم سوه میلیونو ډالرو په لګښت نړیوال اسلامي پوهنتون جوړېږي.

ځايي چارواکي وايي، په راتلونکو پنځلسو کلونو کې به دا پوهنتون جوړ شي، چې د سیمې په کچه به دریم لوی پوهنتون وي.

مخکې داسې اوازې وې چې یوازې سعودي عربستان دا پوهنتون جوړوي خو چارواکي وايي دا داسلامي هیوادونو په ګډه پانګه جوړیږي.

* د کډوالو لپاره انلاين پوهنتون

* د قبایلي سیمو لومړنی پوهنتون

حکومت ته دا پروژه خورا مهمه ده خو د دغه اسلامي پوهنتون له نقشې سره که څه هم خلک اندېښمن دي چې هسې نه دپاکستاني مدرسو په څیر دلته هم له زدکړو ډیر تندلارۍ ته ځوانان وهڅيږي خو ننګرهار پوهنتون- چې د دې پروژې چارې څاري- دا ویره بې ځایه بولي.

د ننګرهار پوهنتون مشر ببرک میاخیل بي بي سي ته وویل، په حکومتي اډانه کې د اپوهنتون له مدرسو سره د پرتلې نه دی.

"یو معیاري کریکولم او تعلیمي نصاب د دې پوهنتون لپاره جوړیږي او هغه به په نړیواله کچه وي، هغه به داسې نه وي چې د یو هیواد د ګټو تضمین وکړي. بل داچې دې پوهنتون ته به له مختلفو هېوادونو شاګردان او محصلین راځي او پکې به د زدکړو بیلابیل پروګرامونه وي له لیسانسه نیولې تر دوکتورا".

Image caption د ننګرهار پوهنتون مشر وايي، دغه پوهنتون ته به هم د افغانستان له قوانینو او اصولو سره سم نصاب جوړېږي.

دلته ډېر کسان غواړي په نړیوال معیار لوړې زدکړې وکړي خو لږو ته دا چانس شته، مگر د پوهنتون یوه استاده شریفه وايي، د دا ډول پوهنتون جوړېدل دغو ځوانانو ته دا فرصت برابروي.

"زموږ ډیر ځوانان د تحصیل لیوال دي خو هغه څه چې غواړي یې زموږ په هیواد کې ورته زمینه مساعده نه ده مثلا غواړي په لوړه کچه درس ووايي او نورو هېوادونو ته د تګ امکانات هم نه لري نو کله چې داسې یو نړیوال پوهنتون په افغانستان کې جوړېږي بې له شکه به چې زموږ ډیر ځوانان د لوړو زدکړو خاوندان شي".

* د سولې مضمون تدریسولو سره به سوله راشي؟

* ''د ننګرهار پوهنتون لسګونه محصلين نيول شوي دي''

د رغونې دا چاره په داسې سیمه کې روانه ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش او نورو اورپکو نفوذ پکې لیدل کېږي، حکومت ته له هغو سره د جګړې په خوا کې د دې پروژې ساتنه هم ورپه غاړه ده، دغلته د کار په لومړیو ورځو کې وسله والو یو شمیر کارګر وتښتول، خو د قومي مشرانو په منځګړتوب خوشي شول.

دلته د ودانۍ په نوم د هرې ډبرې پورته کول خلکو ته هیله بښونکي دي، ځکه د زدکړو خبره نه دا چې د دې سیمې غوښتنه بلکې اړتیا هم ده، په مټ یې نالوستي ورکېدلی شي چې د تاوتریخوالی یو لوی لامل یادېږي.

Image caption چارواکي اټکلوي، چې تر ۱۵ کلونو به د دې پوهنتون د رغونې چارې بشپړې شي.