BBC
 شاته

ملګري ملتونه: د لوی انساني ناورین مخه ونیسئ

د انځور حقوق UNICEF
Image caption یونیسف ویلي، میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له خطر سره مخامخ دي

ملګرو ملتونو یوځل بیا په څلورو هېوادونو (سومالیا، یمن، نایجریا او سوېلي سودان) کې د لوی بشري ناورین خبرداری ورکړی او د ناورین د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري او بېړنیو مرستو د برخې مشر سټیفن اوبراین وايي، په یادو هېوادونو کې تر ۲۰ میلیون ډېر وګړي د لوږې او وچکالۍ له خطر سره مخامخ دي.

دی وايي، دا د ملګرو ملتونو لپاره تر دویمې نړیوالې جګړې راوروسته یو لوی سرخوږی دی.

دغه چارواکي یوځل بیا د یمن کړکېچ ته په اشارې سره ویلي، ددغه هېواد دوه پر درې وګړي د وضعیت د لا ترینګلي کېدو له امله له خطر سره مخامخ دي.

سومالیا کې لوږې د ۱۱۰ کسانو ژوند اخیستی

څلورو هېوادونو کې ۱٫۵ میلیون ماشومان له "لوږې" سره مخامخ دي

یونیسف هم وړاندې خبرداری ورکړی و، چې شاید سږ کال ۱٫۴ میلیون ماشومان د لوږې له کبله ومري.

ښاغلي اوبراین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل، له ډله ییزې هڅې او نړیوالې همکارۍ پرته ګڼ وګړي د لوږې له کبله مري. ده وویل، ګڼ نور وګړي ښايي د بېماریو له کبله ومري.

یمن د منځني ختیځ تر ټولو ډېر بې وزلی هېواد دی چې د کورنیو جګړو له پیلېدو راهیسې ددغه هېواد میلیونونه وګړي بې ځایه شوي او زرګونه نور وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، دا په یادو هېوادونو کې له ۱۹۴۵ کال راپدېخوا تر ټولو لویه لوږه او وچکالي ده.

اوبراین وايي، د ناورین د مخنیوي لپاره تر راتلونکې جولای میاشتې پورې ۴٫۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده:

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption یونیسف هم وړاندې خبرداری ورکړی و، چې شاید سږ کال ۱٫۴ میلیون ماشومان د لوږې له کبله ومري.

"موږ د تاریخ په یوه حساس پړاو کې یو. د کال په پیل کې موږ د ملګرو ملتونو د سازمان له جوړېدا راهیسې له لوی بشري ناورین سره مخامخ یو. اوس په څلورو هېوادونو کې تر ۲۰ میلیون ډېر وګړي له لوږې او وچکالۍ سره مخامخ دي".

تېره میاشت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریس هم د لوږې او وچکالۍ مخنیوي ته د مرستو راغونډولو غوښتنه کړې وه.

نوموړي هغه مهال ویلي وو، ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ کال لپاره یوازې ۹۰ میلیوهن ډالر راغونډ کړي.

''سوري حکومت 'لوږه' د وسلې په توګه کاروي''