شاته

خامنه اي: اټمي موافقې ايرانيانو ته ګټه ونه رسوله

د ايران وتلي مذهبي مشر پر هغه څه چې ده د امريکا له خوا د ژمنو نه عمل کېدل بللي- انتقاد کړى او ويلي يې دي، له لوېديځ سره د تهران د اټمي موافقې شپږ مياشتې پوره شوې، خو د ايران خلکو ورڅخه تر اوسه کومه محسوسه ګټه ونه ليده.

د ايران د دولتي رسنيو په حواله، ايت الله علي خامنه اي، د دوشنبې په ورځ په خپله وينا کې دا خبره کړې ده:

"​د موافقې پر لاسليک شپږ مياشتې اوښتې دي، د خلکو په ژوند کې داسې کوم بدلون چې محسوس شي، نه دى راغلى، ايا موافقه د بنديزونو د ليرې کېدو لپاره نه وه؟ هغه بنديزونه ليرې شوي نه دي، اوس دوى وايي په تدريج سره ګام پر ګام ليرې کېږي، نو ايا بحث پر دې و چې بنديزونه ورو- ورو ليرې شي؟"​

د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، د ايران وتلي مذهبي مشر ايت الله عالي خامنه اي چې د ايران په مسايلو کې يې خبره برخليک ټاکونکې او نهايي وي، ويلي، پر اټمي موضوع له موافقې سره- سره واشنګټن د ايران او نورو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د خرابۍ لپاره ظالمانه هڅې کړې دي.

خامنه اي چې مخکې يې هم له امريکا سره د مذاکرو احتمال رد کړى و، ويلي، تهران نور له واشنګټن سره خبرې نه کوي.

ده ويلي، امريکا د سيمې د مسايلو په اړه له خبرو اترو سره لېوالتيا ښوولې ده، خو زياته يې کړه چې دغه ډول مذاکرې به "وژونکي زهر" وي او پر امريکايانو باور نه دى په کار.

ايران تر دې مخکې هم ويلي وو، سره له دې چې له اټمي موافقې سره سم يې خپل تعهدات پر ځاى کړي، خو بنديزونه ورڅخه ليرې شوي نه دي.

تهران لا هم د بهرنۍ پانګې په جلب کې ستونزه لري او څو ګڼ ملتي شرکتونه لا هم د قانوني تعقيب او د امريکا د مجازاتو له ډاره په ايران کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د امريکا حکومت د اټمي موافقې له چوکاټه بهر د ايران پر تجارت خپل ځينې بنديزونه ليرې کړي نه دي.

که څه هم د امريکا د الوتکو جوړولو بوينګ شرکت له ايران سره د ٢٥ مليارده ډالرو په ارزښت د الوتکو د خرڅولو او اجارې تړون لاسليک کړى، خو پر دې مسئلې جمهوريت غوښتونکو او ډيموکراتانو انتقاد کړى دى.

د امريکا د کانګرس د استازو جرګې تېره مياشت د دې معاملې د مخنيوي لپاره دوې لايحې تصويب کړې چې تر اوسه مشرانو جرګې ته نه دي وړاندې شوي.