شاته

افغان سفیر د پاکستان له صدراعظم څخه وغوښتل چې پولې پرانیزي

د ترکیې او ایران د ولسمشرانو په ګډون د سیمې یو شمیر رهبرانو د چهارشنبې په ورځ [مارچ ۱] د اقتصادي همکاریو د سازمان (ایکو) په ناستې کې ګډون وکړ.

د ایکو دیارلسمه غونډه د پاکستان په کوربتوب ددغه هېواد په پلازمینې اسلام آباد کې په لاره اچول شوې وه.

دغې غونډې لپاره افغان چارواکي هم وربلل شوي و خو د افغانستان په استازیتوب یواځې په اسلام آباد کې ددغه هېواد سفیر ګډون کړی و.

پاکستان، ايران، ترکيه، قرغزستان، قزاقستان، ترکمنستان، تاجکستان، آزربايجان،ازبکستان او افغانستان د ایکو سازمان غړیتوب لري.

تردې دمه دغې غونډې کې د افغان جمهور رئیس او ددغه هېواد د نورو چارواکو د نه ګډون لامل نه دی څرګند.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر، حضرت عمر زاخېلوال د ایکو سرمشریزې کې د وینا پر مهال ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د خپلو پولو په بندولو سره عادي خلک زیانمن کړي دي.

زاخیلوال وویل: "موږ سیمه ایز اتصال نشو رامنځته کولو که په ورته وخت کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ، او د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې د خنډونو جوړولو ته هم ادامه ورکړو."

زاخیلوال د پاکستان صدراعظم، نواز شریف ته په خطاب کې وویل: "دا به یو سم پیغام وي که تاسې د وروڼو هېوادونو، پاکستان او افغانستان ترمنځ د رسمي سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو د پرانیستلو هدایت ورکړئ."

پدې وروستیو کې د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاورې توغندويي بریدونو د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې له پخوا زیاتې ترینګلې کړې دي.

د پاکستان د سند ایالت په لال شهباز قلندر زیارت کې له ځانمرګي برید وروسته اسلام آباد د تورخم په ګډون د چمن او غلام خان دروازې د خلکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د انتقال پر مخ وتړلې.

"د سیمه ایزې سوکالۍ لپاره اتصال"

د ایکو سږنۍ غونډه "د سیمه ایزې سوکالۍ لپاره اتصال" تر عنوان لاندې په لاره اچول شوې وه.

د پاکستان د صدراعظم سربیره، د غړو هېوادونو پنځه ولسمشرانو او درې صدراعظمانو موافقه وکړه چې د خپلو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې کوي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف چې د غونډې مشري یې کوله ویلي چې د ایکو غړي هېوادونه دې د سړکونو ، اورګاډو او فضا له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد بهیر چټک کړي.

شریف وویل: "زه غواړم د خپلو هېوادونو ترمنځ په پراخو ارتباطاتو او په تجارتي اړیکو تمرکز وکړم څو د اقتصادي همکاریو د سازمان په غړو هیوادونو کې پرمختګ رامنځته شي."

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردغان وویل چې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده چې په سیمې کې شته امنیتي ګواښونه له منځه یوړل شي.

د ايران ولسمشر، حسن روحاني هم ټینګار وکړ چې په کار ده د سیمې هېوادونه د ترهګرو ډلو په له منځه وړلو کې خپلې اړیکې او همکارۍ زیاتې کړي.

د ایکو سرمشریزې په پاې کې ګډونوالو یوه اعلامیه خپره کړه. د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي چې غړي هېوادونه د ترهګرۍ، سختدريځۍ او نشه ئي توکو د مخنیوي د ګډو همکاریو پر دوام هوکړه کړې ده.