BBC
 شاته

"افغانستان کې د پخوا پرتله ډېر نشه يي توکي ښځې او ماشومان قاچاقوي"

نشه يي توکي د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د نشه یی توکو قاچاق کوونکي د دغو توکو د قاچاق لپاره له بل هر وخته زیات اوس له ښځو او ماشومانو ډېر کار اخلي.

د دغه وزارت د نشه یی توکو سره د مبازې معین وايي، یوازې د روان کال په وروستۍ ربع کې یې دیارلس ښځې نیولې چې هڅه یې کوله نشه یي توکي په خیټه کې بهر ته ولېږدوي.

افغان ځوانانو ولې "ټابلیټ که" نشه يي ګولیو ته مخه کړې؟

'ننګرهار کې نشه يي توکي او کارخونې یې ویجاړې شوي'

د کورنیو چارو وزارت د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې معین باز محمد احمدي وايي، د دوی په باور دا د نشه یي توکو د قاچاق یو نوی ډول دی :

''د مخدره توکو قاچاق کوونکي تر فشار لاندې دي، ځکه موږ د کابل په دروازو کې کنترول زیات کړی. دوی هڅه کوي چې له ښځو او ماشومانو ګټه پورته کړي، ځکه چې افغانان ښځو ته ډېر درنای کوي او لږ تر تلاشۍ او کنترول لاندې راځي.

موږ د کابل هوايی ډګر کې میدان کې پنځه یا شپږ ښځې ان ۱۴ کلنې نجونې ونیولې چې په خیټه کې یې مخدره توکي لېږدول. "

ښاغلی احمدي وايي، یوازې د کال په وروستۍ ربع کې ۱۳ مېرمنې د نیشه يي توکو په قاچاق نیول شوې دي.

د چارواکو په وینا له دغې ډلې ۵ تنه یې د کابل په هوايي ډګر کې نیول شوې دي چې هڅه یې کوله نشه یي توکي هند او عربي متحده اماراتو ته ولېږدوي.

د چارواکو په وینا، تر ټولو وړه قاچاق کوونکې یوه ۱۴ کلنه نجلۍ وه چې ۳ کیلوګرامه هیرویین یې په کپسولونو کې ځای په ځای کړي وو او په خپله خیټه کې یې لېږدول.

له نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په تېرو دوو کلونو کې ۳۰ میرمنې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوې دي.

افغانستان کې ورځ تر بلې د بې کارۍ کچې ته په پام سره ممکن د دغو مافیايي ډلو ته د ماشومانو او ښځو ګومارنه ډیره سخته هم نه وي.

د انځور حقوق .
Image caption ه نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په تېرو دوو کلونو کې ۳۰ میرمنې د نیشي توکو د قاچاق په تور نیول شوې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال وايي، دمګړۍ قاچاق کوونکو ته یوه لاره د افغانستان سویل دی او د نشه یې توکو قاچاق د پاکستان له پولو نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ۱‍۳۹۵ کال په وروستیو میاشتو کې د ۵ پولیسو او ۴ د پوځ پرسونل او یوه ایراني په ګډون شاوخوا پنځه سوه کسان نیول شوي دي.