شاته

طالبانو د لغمان ولایت د مرکز پر یو شمیر امنیتي پوستو برید کړی

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند د الینګار ولسوالۍ په استقامت پر یو شمېر امنیتي پوستو وسله‌والو طالبانو بریدونه پیل کړي او لاهم جګړه روانه ده.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک امریکا غږ ته وویل چې د هرمل او بي‌بي هاجرې پر پوستو کې جګړه روانه ده چې تر اوسه د مرګ ژوبلې معلومات نه کېږي.

نوموړی وايي دغه جګړه له تېرو څو ساعتونو راهیسې پیل شوې ده.

د لغمان د ولایتي شورا رئیس محمد رفیع مموزي امریکا غږ ته وویل چې پولیسو تېره شپه د ښار اړوند د هرمل او بي‌بي هاجرې پوستې پرېيښي او ترې تښتېدلي دي.

نوموړی وايي طالبانو تېره شپه د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان ټپي کړی، د هغه یو خپلوان پکې وژل شوی او وروسته یې کور سوزلی دی.

ښاغلی مموزی زیاتوي چې اوس مهال د جګړې لومړۍ کرښه د لغمان عمومي محبس تر دیوالونو رارسېدلې ده او سیمه ییزه او مرکزي اداره هیڅ ډول پام نه کوي.

هغه وايي چې جګړه د علی‌نګار او علی‌شنک په ولسوالیو کې هم روانه ده او وضعیت بیخي خراب شوی دی.

د لغمان یو اوسېدونکي چې نوم خپرول یې نه غوښتل امریکا غږ ته وویل چې د هرمل پوسته کې یو شمېر پولیس وژل شوي او نور وسله والو طالبانو ژوندي وړي دي.

دغه کس وايي چې د بي‌بي هاجرې پوسته هم محلي پولیسو پرېښودې او ترې وتلي دي.

د لغمان د مرکز یو بل اوسېدونکی وايي چې دغه دواړه پوستې حکومت پرېښودلي، جګړه د لغمان په مرکز کې د حکومتي محبس څو مترۍ ته رارسېدلې ده او طالبانو په لاره کې د موټرو او خلکو پلټل پیل کړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د لغمان د مرکز اړوند یو شمېر پوستې یې نیولي، ګڼ حکومتي سرتیري یې پکې وژلي او جګړه لا روانه ده.