شاته

خوست کې سلګونو کسانود والي پر ضد لاریون کړی

مظاهره کوونکي له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوله، چې د خوست والي حکم خان حبيبي دې له دندې لرې کړي.

دغو مظاهره کوونکو ادعا کوله، چې والي حبيبي د دولتي ځمکو د غصب او خرڅلاو ترڅنګ د قومي ځمکو د غصبولو هڅه هم کړې ده.

مظاهره کوونکو ګواښ کړی چې دولت د دوی غوښتنه ونه مني، نه يواځې دغه لاريون ته به دوام ورکړي، بلکې نور مدني حرکتونه به هم شروع کړي

د خوست په مندوزيو ولسوالۍ کې سلګونو مظاهره کوونکو له مرکزي دولت څخه وغوښتل، چې ددې ولايټ والي او په فساد کې نور ښکېل دولتي چارواکي له دندو لېرې کړي.

مظاهره کوونکو د يادې ولسوالۍ د دوه سرکه په سيمه کې د خوست – ګردېز لاره د دوو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه او دواړو غاړو ته سلګونه لوی او واړه موټر بند پاتې وو.

مظاهره کوونکو پر ولايتي ادارې په ځانګړي ډول د خوست پر والي حکم خان حبيبي انتقاد درلود، چې ګني د دولتي ځمکو د غصب او خرڅلاو ترڅنګ د قومي ځمکو د غصبولو هڅې کوي.

دوی چې د رخت پر ټوکرونو ليکل شوي شعارونه يې هم له ځان سره لېږدول، د ولايتي ادارې پرضد شعارونه ورکول او له دندو څخه يې په فساد کې د ښکېل چارواکو د لېرې کولو غوښتنه کوله.

د مظاهرې ګډونوال او قومي مشر عزيز الرحمن امريکاغږ ته وويل، چې والي حکم خان حبيبي ددغې ولسوالۍ د خلکو شخصي ملکيتونه د دولت ځمکه بولي او د ښارګوټو جوړولو پلان پکې تطبيقوي.

هغه وويل: ”والي حبيبي د خپلو شخصي ګټو په خاطر دا ځمکې ويشي، موږ چا ته په خپلو ځمکو کې د رهايشي نمرو د وېش اجازه نه ورکوو. دولت دې د ځمکو له غصب او خرڅلاو څخه لاس واخلي‟.

مظاهره کوونکو ګواښ وکړ، چې که مرکزي دولت د دوی غوښتنې ونه مني، نه يواځې دغه لاريون ته به دوام ورکړي، بلکې نور مدني حرکتونه به هم شروع کړي.

په همدې حال کې د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ له امريکاغږ سره په خبرو کې وويل، ظاهراً د خوست ولايت ټولې هغه ځمکې چې دولت په کې عام المنفعه پروژې ترسره کوي، دولتي ملکيتونه دي.

هغه زياته کړه: ” که قومونه د ځمکې د ملکيت دعوی لري، خپل اسناد دې عدلي او قضايي ارګانونو ته وړاندې کړي، د محکمې پرېکړه به ثابته کړي، چې رښتيا هم شخصي ملکيتونه دي او که دولتي ځمکې دي‟.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم په يوه غونډه کې ګڼ شمېر ولسي خلکو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو په اداري فساد او د ځمکو په غصب او خرڅلاو کې ولايتي اداره په ځانګړي ډول والي حکم خان حبيبي ښکېل ووبلل.

دوی هم له مرکزي دولت په خاصه توګه له ولسمشر وغوښتل، مخکې له دې چې شته وضعيت نور خراب شي، ولايتي چارواکي او د ځمکو غصب کوونکې دې عدلي او قضاديي ارګانونو ته ور وپېژني.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.