شاته

طالبانو د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالۍ نیولې ده

د تالاو برفک ولسوال ویلي دي چې دغه ولسوالي د څلور ورځو محاصرې وروسته طالبانو ونیوله.

د تالاو برفک ولسوال فیض محمد امیري د طالبانو له لورې ددغه ولسوالۍ نیول تائید کړي دي. ښاغلي امیري د امریکا غږ ته وویل چې د څلورو ورځو محاصرې وروسته دغه ولسوالي طالبانو ونیوله.

د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوال وایي چې تر اوسه د دولت اوه مخالف وسله وال او درې تنه افغان امنیتي منسوبین وژل شوي.

همدا اوس ددې ولسوالۍ او د بغلان د مرکز ترمنځ مواصلاتي لار بنده ده او د تاله او برفک د ولسوال په وینا د طالبان د کیهان درې او د دند غوري ولسوالۍ له لارې پر دې ولسوالۍ یرغل کړی دی.

تر اوسه طالبانو د تاه او برفک ولسوالۍ د نیولو په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د بغلان د ولایتي شورا غړي محمد ظریف ظریف امریکاغږ ته وویل چې د سیمې خلکو او د ولسوالۍ امنیتي ځواکونو په تیرو څلورو ورځو کې د مخالفینو پر وړاندې کلک مقاومت وکړ مګر د مرستې د نه رسیدو له امله نن چارشنبه مازیګر ناوخته دغې ولسوالۍ سقوط وکړ.

ښاغلي ظریف زیاته کړه چې افغان ځواکونو په دهنه غوري او ډنډ غوري سیمو کې عملیات پيل کړي وو ځکه یې تالاوبرفک ته مرسته نه شوه رسولای.

سږکال د جدي په میاشت کې ناپیژاندو وسله والو د تالاو برفک په ولسوالۍ کې د معدن اته کارگر په ډزو وژلي وو او څلور تنه یې ټپیان کړي وو.