عبدالستار ایدهي؛ چې ګوګل یې په ویاړ خپل نښان بدل کړ
عبدالستار ایدهي چې پاکستان کې یې په نړیواله کچه د رضاکارانه خیریه چارو د امبولانسونو تر ټولو لویه شبکه جوړه کړې وه، ګوګل یې په ویاړ په ځینو هېوادونو کې خپل نښان بدل کړی و.
د فبرورۍ ۲۸مه، چې د عبدالستار ایدهي د زوکړې له ورځې سره برابره وه، ګوګل په امریکا، ایسلنډ، پورتګال، استرالیا، نیوزیلنډ، جاپان، استونیا، بریتانیا، ډنمارک، ایرلنډ او پاکستان کې خپل نښان د ایدهي کښل شوي انځور او خیریه کارونو ته اړولی و.
عبدالستار ایدهي پاکستان کې د ''ایدهي'' په نامه د خیریه چارو تر ټولو لویې امبولانس لرونکې شبکې بنسټګر و.
نوموړی په ۱۹۲۸ کال د هند لوېدیځ ګوجرات کې زیږېدلی دی.
د پاکستان مشهور خیریه کارکونکی عبدالستار ایدهي ومړ
عبدالستار ایدهي، لوټمارو مې 'زړه مات کړ'
د پاکستان په رامنځ ته کېدا سره، عبدالستار ایدهي په دې هېواد کې ناوړه روغتیايي وضعیت او کمزوري پوهنیز نظام ته په پام سره، د خیریه کارونو لپاره د یوې شبکې جوړولو په تکل کې شو.
همدا وو چې په ۱۹۵۱ کال یې د ''ایدهي بنسټ'' ډبره کښېښوده او د لومړنیو بېړنیو خدمتونو لپاره یې ملا وتړله.
تر څو لسیزو پورې، پاکستان کې ایدهي امبولانسونو د ملګرتیا او خواخوږۍ د سمبول په توګه فعالیت ته دوام ورکړ.
دغه بنسټ خپلې خدمتونه نورو هېوادونو ته هم وغځول، چې اوس شاوخوا ۱۵۰۰ امبولانسونه لري، خو پاکستان کې د ننه د یتیمانو د پالنې، د ښځو امن خونو، کلینیکونو او نورو چارو کې له اړمنو وګړو سره مرستې کوي.
''د پاکستان پرښته''
ایدهي چې د پاکستان پرښتې نوم هم ورکړل شوی، ګوګل یې په ویاړ وغوښتل چې د زوکړې په ورځ خپل نښان بدل کړي.
عبدالستار ایدهي د تېر کال جون میاشت کې د پښتورګي د کار پرېښودو له کبله د پاکستان کراچۍ ښار کې د ۸۹ کلونو په عمر ومړ.
که څه هم هغه ته بهر کې د درملنې وړاندیز وشو، خو ټینګار یې دا و چې پخپل هېواد کې یې باید درملنه وشي.
د ایدهي بنسټ شعار "ژوند وکړئ او له ژوند سره همکاري وکړئ" دی.
ایدهي به ویل د "خیرات لپاره یې سوال" وکړ، او خلکو یې "وراوږد شوی لاس" بې خیراته پرې نه ښود.
له ایدهي بنسټ سره د زکات مرستې هم کېږي، چې بنسټ یې د بې وزلو مسلمانانو، عیسویانو او هندوانو په مرستو کې لګوي.
کله چې له هغه وپوښتل شول، ولې له نا مسلمانو سره مرسته کوي، ځواب یې دا و "ځکه چې زما امبولانس تر تا ډېر مسلمان دی. "
د سولې نوبل جایزه
تېر ۲۰۱۶ کال پښتنې ملالې یوسفزۍ له بي بي سي سره په خبرو کې د پاکستان نامتو خیریه کارکوونکي عبدالستار ایدهي له مړینې وروسته وویل، د ښاغلي ایدهي ژوند ځانګړی و چې موږ ترې ډېر څه زده کولی شوای او نوموړي ته د درناوي لپاره موږ باید یو ښه کار وکړو.
ملالې د عبدالستار ایدهي لپاره د ۲۰۱۶ کال نوبل سولې جایزې غوښتنه هم کړې وه.
د ایدهي ګڼو مینه والو د #NobelPrizeforEdhi د هشټګ په کارولو سره د ملالې یوسفزۍ پرځای ایدهي ته د سولې د نوبل جایزې ورکولو غوښتنه وکړه.
خو عبدالستار ایدهي له "اېکسپرېس ټرېبیون" ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي وو: "ما ته مهمه نه ده. د نوبل د سولې جایزه ما ته هېڅ ارزښت نه لري. زه یوازې دغه خلک غواړم، زه انسانیت غواړم."
د پاکستان "نېشن" ورځپاڼې د راپور پربنسټ، د "پاکستان دولتي بانک" به راتلونکې میاشت د ایدهي تلپاتې یاد ساتلو لپاره د پنځوسو روپیو یادګاري سکه راوباسي.