BBC
 شاته

بامیان کې یوه مین هلک نجلۍ وژلې او ځان یې پولیسو ته سپارلی

نقشه بامیان
Image caption په دې وروستیو کې په بامیانو کې د پېغلو نجونو وژنې ډېرې شوې دي

د بامیانو د والي ویاند ویلي؛ یوه ځوان هلک هغه نجلۍ په ډزو وژلې چې پرې مین و او وروسته یې ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.

عبدالرحمن احمدي د چهارشنبې په ورځ (حوت/کب ۱۱مه) بي بي سي ته وویل، دغه هلک په یکاولنګ ولسوالۍ کې پردې نجلۍ ډزې وکړې او وروسته یې پولیسو ته ټېلفون وکړ او ځان یې وسپاره.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، هلک پولیسو ته ویلي چې له دې نجلۍ سره یې مینه درلوده او څو ځلې یې پرې مرکه کړې، خو هر ځل یې د رد ځواب ترلاسه کړی.

د هغه په وینا، لا څرګنده نه ده چې هلک د وژل شوې نجلۍ نه خوښېده او که د هغې کورنۍ له دې واده سره موافقه نه و؛ خو دا احتمال لري چې د نجلۍ کورنۍ نه غوښتل خپله لور ورکړي.

د بامیانو د والي ویاند وویل؛ نجلۍ او هلک دواړه په یوې لرې پرتې کلیوالې سیمې کې ګاونډیان و.

+ هرات کې ناپېژاندو وسله والو دوې ښځې وژلې

+ د بامیانو د یوې میاشتې اته مرموزو وژنو تر شا څوک دي؟

دا داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې په بامیانو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالو ډېرېدو راپورونه ورکړل شوي او تر ډېره د پېغلو نجونې وژل شوې دي.

ښاغلي احمدي وویل؛ په وروستیو اونیو کې لږ ترلږه د بامیانو په مرکز او کهمرد ولسوالیو کې څلور نجونې وژل شوي او په ورس ولسوالۍ کې بیا دوو ځانوژنه کړې ده.

د بامیانو د والي ویاند زیاته کړه چې په دې کې د یوې وژنې لامل کورنی تاوتریخوالی و او د نورو په تړاو څېړنې روانې دي.

افغانستان کې له ښځو سره تاوتریخوالی یوه عمده ټولنیزه ستونزه ده چې دولت له کلونو راهیسې یې د مهارولو هڅه کوي او په دې برخه کې د قانون تصویب هم ددې لامل شوی نه دی چې دا ډول تاوتریخوالی کم کړي.

+ نورستان کې قهرېدلو 'تښتېدلې' نجلۍ او هلک په ډزو وژلي