BBC
 شاته

د کابل بریدونو کې ۳ کسان وژل شوي ۴۱ نور ټپیان دي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کورنیو چارو وزارت وایي لومړی برید شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې وشو او د پولیسو شپږمه حوزه یې په نښه کړه او پنځه دقیقې وروسته د ښار په ختیځ ۱۲ حوزه کې د ملي امنیت ۱۹ آمریت تر برید لاندې راغی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي؛ د کابل ښار په ختیځه او لویدیځه څنډه کې پر دوو امنیتي ادارو ځانمرګي بمي بریدونه شوي دي.

ددغه وزارت ویاند نجیب دانش نن (حوت/کب ۱۱مه) بي بي سي ته وویل؛ لومړنی ځانمرګی برید د کابل ښار په ختیځه برخه د پولیسو شپږمې امنیتي حوزې مخې ته شوی.

هغه وویل؛ لومړی یوه ځانمرګي خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او ورپسې دوو نورو ځانمرګو پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړي.

ښاغلي دانش وویل؛ بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي او په سیمه کې د پولیسو ځانګړو ځواکونو لخوا چاڼیز عملیات روان دي.

ښاغلي دانش وویل؛ د برید د مرګژوبلې په اړه اوسمهال معلومات نه لري. خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وایي؛ د شپږمې حوزې په برید کې دوه کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

+ امریکا دفاعي چارو کې د افغان حکومت ملاتړ اعلان کړی

+ کابل کې ځانمرګي برید څلور کسان وژلي

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د برید له سیمې لوګی هوا ته پورته کېږي.

د کابل ختیځ کې برید

بلخوا نن د کابل په ۱۲ حوزه د ارزان قیمت په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو پر یوه مرکز هم ورته ځانمرګی برید شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل؛ لومړی ځل بریدګر له ځان سره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او ورپسې دویم بریدګر هڅه کړې چې ځان ودانۍ ته ورسوي.

خو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې بریدګر وژل شوی دی. هغه وویل؛ په برید کې یوازې پنځه امنیتي سرتېري برسېرن ټپیان شوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د چارواکو د معلوماتو له مخې د کابل په ختیځه او لویدیځه څنډه کې د طالبانو په ځانمرګو بمي بریدونو کې لږ ترلږه ۳ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي؛ د دولسمې حوزې په برید کې یو وژل شوی کس روغتون ته لېږدول شوی.

طالبانو ویلي چې ځانمرګو بریدګرو یې د کابل په درېیو برخو برید کړی: شپږمه امنیتي حوزه، په ختیځ کې د ملي امنیت پر یوه مرکز او د پوځ د جلب او جذب پر مرکز.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي ادعا کوي چې په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي، خو د کورنیو چارو وزارت دا ادعا ردوي.