BBC
 شاته

زرګونه کسانو د فرانسې ټاکنو ته د اوباما د نوماندېدو غوښتنه کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption بارک اوباما د فرانسې وګړی نه دی او نه هم ددغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نومولی شي.

۴۲ زره کسانو په یوه انټرنېټي اوږده لیست لاسلیکونه کړي چې د امریکا مخکېنی ولسمشر بارک اوباما دې د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندید کړي.

په فرانسوي ژبې د ''هو، موږ کولای شو'' په نامه هغه شعارونه هم چاپ کړل شوي وو، چې اوباما په ۲۰۰۸ کال د ټاکنیز کمپاین پرمهال کارول.

بارک اوباما د فرانسې وګړی نه دی او نه هم ددغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نومولی شي.

خو هغو کسانو چې دا ټوکامیزه ټاکنیز کمپاین پیل کړی، وايي موخه یې د فرانسې سیاسي فضا کې د سیاسي کاریزماتیکو مشرانو د نشتوالي په ډاګه کول دي.

د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې فرانسوا اولاند وګټلې

اولاند: فرانسویانو "بدلون" غوره کړ

ددغه خوځښت یوه سمبالوونکي بي بي سي ته وویل، غواړي له دې لارې اوسنیو نوماندانو ته دا پیغام ورسوي، چې هېڅ یو یې د خلکو هیلې نه شي پوره کولای.

د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې اپرېل میاشتې پر ۲۳مه ترسره کېږي، که هېڅ نوماند لومړي پړاو کې بریالی نه شو، دویم پړاو ټاکنې به د مې میاشتې پر اومه ترسره کېږي.

د ملي جبهې ښي اړخي بنسټپال ګوند مشره مارین لوپېن د ځینو نظرسنجونو له مخې تر ټولو ډېر مینه وال لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملي جبهې ښي اړخي بنسټپال ګوند مشره مارین لوپېن د ځینو نظرسنجونو له مخې تر ټولو ډېر مینه وال لري.