د امریکا بهرنیو چارو وزارت بودیجې کمولو سره د جمهوریپالانو مخالفت
د امریکا کانګرس جمهوریپالو غړو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د وړاندیز شوې بودیجه مخالفت کړی چې پکې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت بودیجه کمه شوې ده.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۱۸ کال لپاره د ښاغلي ټرمپ د بودیجې طرحه کې د بهرنیو چارو وزارت او نړیوالې پراختیا ادارې (یو اس اې آی ډي) ۳۷ سلنه بودیجه کمه شوې ده.
خو جمهوریپال سناتور لینډسي ګراهام وویل، د ولسمشر طرحه باید "مړه شوې" وګڼو.
هغه وویل: "دا طرحه به عملي نشي. ناورین زېږوونکی به وي. که نرم قدرت لمنځه یوسۍ، هېڅکله به هېڅ جګړه کې ګټونکي نشئ."
ښاغلي ګراهام بهرنیو مرستو او بحران ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو په څېر د امریکا ډیپلوماتیکو ابزارو ته اشاره کوله.
+ ټرمپ دفاعي بودیجه کې د 'تاریخي زیاتونې' ژمنه کړې
+ ټرمپ پر اوباما د احتجاجونو او رازونو افشا کولو تور پورې کړی
سناتور ګراهام زیاته کړه؛ "د بهرنیو چارو وزارت د بودیجې کمولو ترټولو ډېره اندېښنه پاروونکې مساله دا ده چې په جګړه کې د بریالیتوب لپاره د لازمو ابزارو نه درک کول څرګندوي."
په سنا مجلس کې د اکثریت جمهوریپالو مشر میچ مکېنل هم وویل، د بهرنیو چارو وزارت بودیجې کمول به "احتمال لري کانګرس کې تصویب نه شي."
د امریکا کانګرس چې د سپینې ماڼۍ په څېر د جمهوریپالانو په کنټرول کې دی باید د فدرال ادارې ټول لګښتونه تصویب کړي.
د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ خپله وړاندیز کړې بودیجه وړاندې کړه چې د پوځي لګښتونو لپاره پکې ۵۴ میلیارد ډالر ډېروالی راغلی.
د ټرمپ دولت په پام کې لري چې د پوځ دغه اضافي بودیجه د نورو پروګرامونو لکه د بهرنیو مرستو او د چاپیریال ساتنې سازمان د بودیجې کمولو له لارې برابره کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نړیوالې پراختیا ادارې بودیجه د روان کال لپاره نژدې ۵۰ میلیارد ډالره ده چې له فدرال بودیجې له یوې سلنې یو څه ډېره ده.
تر ۱۲۰ ډېرو متقاعدو جنرالانو د یوه لیک په لاسلیکولو له کانګرس نه غوښتي د امریکا د ډیپلوماسۍ دستګاه بودیجه او بهرنۍ مرستې کمې نه کړي.
په دې لیک کې راغلي، "د ډیپلوماسۍ او پراختیا پیاوړتیا د دفاعي تدابیرو ترڅنګ د امریکا د امنیت ساتنې لپاره مهم دي."
د امریکا دولت د مدیریت او بودیجې دفتر تراوسه د بهرنیو چارو وزارت او نړیوالې پراختیا سازمان بودیجې کمولو اعلان نه دی کړی.