شاته

د داعش د مالي سقوط احتمال

کارپوهان وایي چې د اسلامي دولت ډله داسې شتمنه ترورستي ډله ده چې پخوا يې ساری ندی لیدل شوی.

خو د مطالعاتو د بین المللي مرکز غړی پیټرنیومن، وايي "د اسلامي دولت ډله یوازې ترورستي ډله نده، دا دولت ته ورته یوه ډله ده چې ځمکه او خلک لري او له دې درکه عاید ترلاسه کوي. دغه ډله له خلکونه مالیه اخلي، تیل را اوباسي، چوروچپاول کوي او د هغو خلکو شتمني ضبطوي چې تښتیدلي دي".

د کارپوهانو په اند هر څومره چې دغه ډلې خپلې ځمکې او سیمې له لاسه ورکوي هماغومره کمزوري کیږي.

نړیوال ائتلاف چې د اته شپیتو هیوادونو اتحاد دی او د اسلامي دولت د ډلې په خلاف جنگیږي، وايي، دغې ډلې د دوه زره څوارلسم کال نه راپدې خوا په عراق کې دوه شپیته فیصده او په سوریه کې دیرش فیصده ځمکه له لاسه ورکړیده.

د امریکا په ملاتړ عراقي قواو د موصل په ختیځه برخه کنټرول لري او تمه ده چې په راتلونکو هفتو کې د اسلامي دولت ډله د موصل ښار د لویدیځ له نیمايي نه اوباسي.

ښاغلی پیټرنیومن زیاتوي "که د اسلامي دولت ډله موصل له لاسه ورکړي، چې د خلافت تجارتي پائتخت دی، نو پدې سره زیاته مالیه به هم له لاسه ورکړي او همدا علت دی چې زمونږ په اند دا ډله نور خپل ځان نشي ساتلی.»

د داعش ډله په عمومی توگه د تور بازار له لارې فعالیت کوي او د تعقیب لپاره يې ډیر کم اسناد موجود دي، خو له شواهدو نه داسې ښکاري چې د اسلامي دولت د ډلې کلنی عاید څه باندې نیمایي ته راټیټ شویدی.

په دوه زره څوارلسم کال کې ددې ډلې عاید له یوعشاریه نهه میلیارد ډالرو نه اته سوه اویا میلونو ډالرو ته را ټیټ شوې و.

ښاغلي پیټرنیومن خبرداری ورکړ چې ښايي، د عاید کموالی به ددغې ډلې قابلیت دومره محدود نکړي چې خپلو ترورستي عملیاتو ته دوام ورنکړې.