د شاه رخ خان د ژوند 'تر ټولو خواشینونکې ورځ'
دا وروستیو کې د هندي فلمونو مشهور ستوري شاه رخ خان ته د یش چوپړا یادګاري جایزه ورکړل شوې.
دغو مراسیمو کې د نورو کسانو تر څنګ فلمي ستوریو، ریکها، شتروګن سنها، سیمې ګریوال او د یش چوپړا مېرمن پامیلاچوپړا هم ګډون کړی و.
د شاه رخ خان ريیس: بریالی که ناکام فلم؟
پاکستان کې د شاه رخ خان پر فلم بندیز لګېدلی
ریکها په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، یو ځل شاه رخ خان له خوبه راویښه کړې وه. ریکها وویل:
' موږ الوتکه کې سفر کاوه، زه ډېره ستړې وم. ویده شوم. شاه رخ راویښه کړم او راته یې وویل، چې د لمر ډوبېدو ننداره وکړم. زه دومره ستړې وم، چې د لمر پر ځای مې هغه کس پسې کتل، چې راویښه کړې یې وم او دغه کس شاه رخ و. '
شاه رخ په دې هکله وویل، چې د لمر په کیسه کې نه و:
'اصلاً مې له ریکها سره د خبرو لپاره مې پلمه غوښته. دا زما لپاره تر ټولو خواشینونکې ورځ ده، ځکه ریکها مې تر لاس 'راکهي ' وتاړه ( په دودیز ډول هندۍ خوېندې د خپلو وروڼو تر مړوند یو تار غوټه کوي، چې راکهي بندهن ورته وايي او د اوږده عمر لپاره یې دعا کوي ). '
شاه رخ په دې مناسبت د یش چوپړه یادوونه وکړه، چې په خبره یې 'هغه و، چې زه یې تر دې ځایه ورسولم. هغه راته ویل کې د مینې او محبت پر کیسو جوړ شوي فلمونو کې رول و نه لوبوم، فعالیت مې له منځه ځي. زه پوهېدم، چې عاشق مزاج نه یم نه مې هم څېره د دغې فلمونو مرکزي رول لوبونکو ته ورته ده، خو د هغه خبره مې ومنله او بریالی شوم. '
شاه رخ وايي، 'پلار مې راته ویل، که کله کشمیر ته تلې، له ما سره به ملګری ځې، خو هغه سره ژوند وفا و نه کړه، تر کلونو پورې مې کشمیر و نه لید، خو بیا یو مهال د پلار په څېر یش چوپړه راته وویل، چې کشمیر ته به ځو او زه هم ورسره لاړم. '