BBC
 شاته

ايتوپياييان اومه غوښه خوري

په ايتوپيا کې اوس د اوومې غوښې خوړل ډېر شوي. روغتيا پالان وايي خوړل يې روغتيا ته ښه نه دي خو څوک يې خبره نه اوري. د ايتوپيا په رستورانتونو، مېلو او هر بل ځاى کې ليدل کېږي چې خلک اوومه غوښه خوري.

دا روښانه نه ده چې ولې ايتوپيايان دا کار کوي، ځينې وايي دا دود له سرتېرو ورپاتې شوی چې د جگړو پر مهال به يې د غوښې پخولو اسانتياوې نه لرلې.