شاته

افغانستان خپلې خاروې کې د چین د پوځي عملیاتو خبره رد کړه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چینایي ځواکونو له خوا د افغانستان په خاوره کې دننه د پوځي عملیاتو اړه خپاره شوي رپوټونه ناسم وبلل.

د وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد امریکا غږ اشنا ته وویل چې اوس افغان- چینایي او تاجک ځواکونه د یو تړون له مخې د دغو دریو هیوادونو د سرحدونو په صفري نقطه کې د نشه یې توکو کاروباریانو او تروریستانو پر خلاف پوځي ګزمې کوي.

ښاغلي ازاد وویل "چینایانو او کوم بل هیواد هیڅکله د افغانستان په خاوره کې عملیات نه دي کړي، د دریو هیوادونو د موافقې پر اساس یو عادي کار دی چې هلته د دریو هیوادونو ځواکونه په ګډه ګزمه لري، عملیات نه دي او د معمول مسله ده ".

د چین د دفاع وزارت هم د تیرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان په خاوره کې د چینایي ځواکونو ګزمې په بشپړه توګه ردې کړې. د دفاع وزارت ویاند ډګرمن رین جوقیوین وویل " د دواړو هیوادونو د قانون د نافذونکو ادارو د سرحد په اوږدو کې د تروریزم پر خلاف ګډ عملیات ترسره کړي دي ".

د منځنۍ اسیا او د قفقاز څیړنیز مرکز پخپله ویبپاڼه کې راپور ورکړی، چې چین د افغانستان په خاوره کې ګزمې کړي او نظامي وسایط یې دغه هیواد ته داخل شوي.

د چارو یو شمیرکارپوهان افغاستان سره د چین همکاري د دواړو هیوادونو حالاتو او د سخت دریځۍ ګواښ ته چې افغانستان او چین ورسره مخ دي هم ګڼي.

د پوهنتون یو استاد مظفر خاوري وویل "په افغانستان کې داعش شته دی، په افغانستان کې طالبان شته، نورې ډیرې سخت دریځه ډلې شته، که چیرې د افغانستان شمال ته دا ډلې لاره پیدا کړي، تر ډیره د چین په مسلمان میشتو سیمو کې اسلامي سخت دریخي او سیاسي اسلام وده ومومي د چین ځینې اقدامات د همدې اندیښنې زیږنده دي".

افغانستان د بدخشان ولایت د واخان په سیمه کېد چین سره۷۶ کیلومټره ګډ سرحد لري.