شاته

ارمېنیا د ملګرو ملتونو له عدالته غواړي چې د تفریقي چلند په اړه د ا‌ذربایجان دعوه باطله وګرځوي

د ارمېنیا وکیلانو د ګل/دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د اعلی عدالت نه وغوښتل چې د اذربایجان لخوا د قره باغ سیمې په اړوند درج شوې هغه دعوه دې رد کړې کومه چې ارمېنیا په نسلي صفايي تورنوي.

اذربایجان په کال ۲۰۲۱ کې د انصاف په نړېوال عدالت (آی سي جې) کې مقدمه درج کړه، چې تر هغه یوه هفته وړاندې ارمېنیا د اذربایجان خلاف خپله مقدمه درجه کړې وه. د اذربایجان دعوه هم د قره باغ سیمې د ۲۰۲۰ کال جګړې په تعلق سره وه چې په کې څه باندې ۶۶۰۰ تنان وژل شوي و. اذربایجان تېره هفته د نړېوال عدالته وغوښتل چې د ارمېنیا دعوه دې باطله وګرځوي.

د اذربایجان لخوا درج شوې مقدمه کې، ارمېنیا دا پوښتنه راولاړه کړې چې په هېګ کې مېشت نړېوال عدالت د قضاوت اختیار نلري. دا مقدمه د نسلي تفریقي چلند د ټولو اقسامو د محوه کولو عالمي میثاق (CERD) په بنیاد درج کړی شوې کوم چې اذربایجان کې په ۱۹۹۶ کال کې منظور شوی و. د ارمېنیا وینا ده چې اکثره شکایتونه د قره باغ اولې جګړې د وخت دي، کوم چې د ۱۹۹۶ نه دوه کاله وړاندې ختمه شوې وه.

د ارمېنیا استازي یګیشه کېراکوسیان عدالت ته وویل: "دا نشي کېدلی چې اذربایجان دې قریب دېرش کاله د CERD دلاندې خپلو شکایتونو باندې خوله پټه ونیسي او بیا آخره کې هغه وخت آواز اوچت کړي چې زیاتره ګواهان نور مړه شوي او شواهد هم له منځه تللي دي."

قره باغ د اذربایجان متعلقه علاقه ده، مګر د ۱۹۹۴ کال نه بیا تر همدې تېر کاله پورې د هغو ارمني اصله ځواکونو د اختیار لاندې وه چې ارمېنیا هېواد یې حمایت کولو.

د اوږدمهاله کشیدګیو وروستو چې په کال ۲۰۲۰ کې تازه شول، د روس په منځګړېتوب د یوې ډزبندۍ په نتیجه کې، اذربایجان د قره باغ سیمې ځینو برخو او یو شمېر مضافاتو باندې کنټرول حاصل کړ. په کال ۲۰۲۳ کې اذربایجان په ناڅاپي توګه په قره باغ کې پوځي عملیات شروع کړل چې نتیجه کې یې د هغې سیمې یو لک او شل زره آبادۍ نه اکثره یې فراري شول.

په ۲۰۲۱ کال کې چې نړېوال عدالت کې اورېدنې وشوې، اذربایجان هلته وویل چې ارمېنیا په علاقه کې ماینونه ښخ کړي او اوس د هغو د پاکولو په عمل کې د همکارۍ نه انکار کوي.

ارمېنیا دا خبره نه مني چې ګني په نسلي تفریقي چلند کې یې لاس درلودلی دی، او وایي چې د اذربایجان دعوې غلطې دي.

نړېوال عدالت دوه ځله اذربایجان او ارمېنیا ته حکم وکړ چې د کشیدګیو د کمولو دپاره ګامونه اوچت کړي. په کال ۲۰۲۱ کې، ججانو ارمېنیا ته وویل چې د اذربایجانیانو په وړاندې "د نسلي نفرت ته د لمن وهلو او اشاعت مخه ونیسي". همدا راز یې اذربایجان ته حکم وکړ چې د جنګي اسیرانو سره د ناوړه چلند نه دې ډډه وکړي.

تېر کال په یو بېړني حکم سره، عدالت ارمېنیا ته حکم وکړ چې یوه محاصره دې ختمه کړي او بشري امداد دپاره دې لاره پرانیزي. همدا راز تېر کال عدالت په یو دویم بېړني حکم سره اذربایجان ته هم امر وکړ چې یوه محاصره دې ختمه او د بشري امداد دپاره دې لاره خلاصه کړي.

د نسلي صفایي په ضد میثاق یا کنوېنشن یوه دفعه لري چې په کې ویلی شوي که چېرته دوه ملکونه پخپل منځ کې څه جوړجاړی ونشي کولی، بیا نو کولی شي خپلې شخړې د هوارۍ دپاره نړېوال عدالت ته پېشکش کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00