شاته

د گوانتانانو دوه ملگري، یو ولسوال بل داعش

حاجي غالب او عبدالرحیم مسلم دوست په گوانتانامو زندان کې گډ بندیان و خو د راخلاصیدو وروسته په دوو مختلفو لارو روان دي.

غالب د ننگرهار د بټي کوټ ولسوال دی او مسلم دوست په همدې سیمه کې د داعش قوماندان دی.

غالب او مسلم دوست په ٢٠٠٣ کال کې د القاعده سره د تړاو په تور د امریکائیانو لخوا ونیول شول او په کیوبا کې د گوانتانامو زندان ته ولیږل شول.

غالب په ٢٠٠٧ کال کې له زندانه را خوشې شو او د طالبانو پر خلاف یې وسله واخیسته او وروسته ولسوال شو.

مسلم دوست چې له گوانتانامو راخوشي شو، بیرته یې د افغانستان د حکومت د مخالفینو په کتار کې ودرید او وروسته د داعش سره یوځای شو.​

په گوانتانامو کې درېیمه برخه بندیان، افغانان و چې اکثریت یې د شخصي دوښمنیو له امله د نورو سیالو ډلو لخوا امریکایانو ته سپارل شوي و او اوس بیرته راخوشي دي.

د افغانستان د څیړونکو شبکې (اې اې ان) په رپوټ کې راغلي دي چې گوانتانامو ته د بې گناه افغانانو لیږل، په افغانستان کې د جگړې د بیا تودیدلو او د کرکې په ډیریدو کې ستر نقش لوبولی دی.