شاته

ټرمپ غواړي دفاعي بودجه ١٠فیصده زیاته کړي

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ په دفاعي بودجه کې د ٥۴ میلیاردو ډالرو د زیاتوالي غږ وکړ. د امریکا په دفاعي بودجه کې د ١٠ فیصدو دغه زیاتوالی نړۍ ته د امریکا د "طاقت، امنیت او تصمیمونو د عملي کولو" ډاډ ورکوي.

د امریکا جمهور رئیس په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو والیانو ته په وینا کې وویل "مونږ باید باوري شو چې زمونږ زړور پوځیان د اړتیا وړ ټول هغه وسایل په واک کې لري چې وجنگیږي او کله چې زمونږ په نوم د جگړې غږ پرې وشي نو یواځې یو شئ وکړي چې هغه بریا ته رسیدل دي."

د امریکا نوی جمهور رئیس وایي متحده ایالات باید "بیا د جگړ گټل پیل کړي. ښاغلی ټرمپ وویل "د دوهمې نړیوالې جگړې وروسته څنگه امریکایانو وښودله چې "دې هیواد هیڅکله جگړه نه ده بایللې".

جمهور رئیس وایي "اوس مونږ هیڅکله جنگ نه گټو، هیڅکله مو نه دی گټلی او مونږ د گټلو لپاره جگړه نه کوو، یا به یې گټو او یا به یې نه کوو."

ښاغلی ټرمپ به د خپلو لگښتونو د اولیتونو په هکله د سه شنبې په ورځ کانگرس ته وینا وکړي، خو زیاتوي چې د پنتاگون ستره بودجه به د امریکا اردو بیرته په پښو ودروي، "هغه پوځ چې مونږ ورته ډیره اړتیا لرو."

د بودجې چارواکو خبریالانو ته وویل چې د دفاعي بودجې په زیاتوالي سره به په داخلي پروگرامونو او بهرنیو هیوداونو ته د مرستو په ورکولو کې کموالی راشي.

ښاغلی ټرمپ وایي د حکومت د بودجې کار د کانگرس له لورې پیچلی شوی، باید لومړی د هغه د غوښتنې سره سم د روغتیایي بیمې چارې اصلاح شي چې د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما په وخت کې پلې شوې، او دا روښانه کړای شي چې په مالي کال کې چې په اکتوبر کې پیل کیږي حکومت څومره پیسې پر روغتیایي بیمې لگوي.