شاته

آیا په سوریه کې د امریکا مداخله زیاتیږي؟

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د اسلامي دولت د ډلې (داعش) د "بشپړه نابودۍ" پر ستراتیژۍ ټینگار کوي، خو ددغه کار لپاره په سوریه او عراق کې زیاته مداخله ضروري ده.

نوي پوځي ستراتیژي چې د داعش د له منځه وړلو لپاره د جمهور رئیس دونالد ټرمپ غوښتنه عملي کړي ښایي په سوریه کې د امریکا د پوځ دخالت نور هم ژور کاندي.

په نوې ستراتیژۍ کې ښایي سوریې ته نور ځمکني ځواکونه هم واستول شي. په اوسني وخت کې په عراق لږ شمیر امریکایي عسکر میشت دي او داسې بریښي چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو شتون گټور ثابت شوی دی.

د اسو شیتید پرس اژانس رپوټ ورکوي هغه وړاندیزونه چې ښایي نن د دوشنبې په ورځ سپینې مانۍ ته وسپارل شي په غیر پوځي عناصرو ټینگار کوي. لکه د اسلامي دولت د ډلې د مالي منابعو کنگل کول، ددې ډلې د جلب او جذب مخنیوی او د داعش د پروپاگند او تبلیغاتو مقابله چې په اروپا او امریکا کې یې په وروستیو تاوتریخوالیو کې رول لوبولی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو لوی درستیز جوزیف دانفورد د پنجشنبې په ورځ وویل چې نوې ستراتیژي به نه یواځې د اسلامي دولت ډلې ته متوجه وي بلکه په منځني ختیځ او له هغه اخوا نورو سیمو کې به د القاعده شبکې او سخت دریځو ډلو په وړاندې مبارزه هم په کې شامله وي. جنرال دانفورد په دې ټینگار وکړ چې "دا یو سیاسي - پوځي پلان دی، نه یواځې پوځي پلان."

ښاغلي دانفورد همداشان ټینگار وکړ چې په نوې ستراتیژۍ کې باید له احتیاط نه کار واخیستل شي چې د داعش د ستونزې په حل کولو سره، نورې ستونزې رامنځ ته نشي.

چارواکي وایي د ښاغلي ماتیس رپوټ یو داسې چوکاټ دی چې په مختلفو نظریاتو جوړ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، سي آی ای او نورو موسسو په مشورو ولاړ دی.

امریکایي مقاماتو ویلي چې په نوې ستراتیژۍ کې د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د ادارې د ستراتیژۍ عمده عناصر شامل دي او هغه یوه داسې ستراتیژي وه چې د محلي قواو څخه د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو د ملاتړ پلوي وه.

د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس لا دمخه ویلي دي چې د جگړې په میدان کې د امریکایي ځواکونو شتون ته اړتیا نشته.

ښاغلي ماتیس تیره اونۍ عراق ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې امریکا به د خپلو متحدینو له لارې د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي. ښاغلي ماتیس وویل "مونږ به تر هغه هغوی تعقیب کړو چې له منځه یې یوسو".