BBC
 شاته

"وسلوالې ډلې د افغانستان او پاکستان له خپلمنځي تاوتریخوالي ګټه اخلي"

ایکسپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان له نږدې لسو ورځو راهیسې له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلې دي.

دا پاکستانۍ ورځپاڼه د دې سرلیک لاندې چې (د افغانستان پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي اصلی ګټه پورته کوونکي څوک دي) لیکلي دي، له امنیتی پلوه له دا ډول تاوتریخوالي څخه یواځې هغو ډلو ته ګټه رسېږي چې د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي.

ایکسپرېس ټریبيون وړاندې لیکي، له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ناندریو او تورنو د پاکستاني طالبانو غورځنګ، القاعده ، حقاني شبکه، افغان طالبان او نورې ډلې توانېدلې د خپلې بقا لپاره کار واخلي.

ورځپانه د تاوتریخوالي د کمي لپاره وړاندیز کوي چې په وینا يې افغانستان باید په دې پوه شي چې دې نیوکې ته چې ( پاکستان د افغانستان پرضد ترورستانو ته پناه ورکړې) نور دوام نه شي ور کولی او هم پاکستان باید په دې پوه شي چې ( څرنګه د ولسمشر غنی په څیرتعلیم یافته ولسمشر، چې تل یې د ګاونډیانو ترمنځ د سولې غږ کړی، دې نتیجې ته رسیدلی چې ( پاکستان له غلیم پرته بل څه ونه ګڼي).

او پاکستان چې د افغانستان په پرتله لوی او څه يې چارې منظمې دي باید په تندۍ سره د غبرګون ښودلو او افغانستان سره له تاوتریخوالی زیاتولو ډډه وکړي او د افغان کډوالو او سوداګرو د ستونزو را کمولو لپاره د ګامونو اخیستو سره هغه تاوان را کم کړي چې ورته اوښتی.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا وسلوال په ډرون برید کې وژل شوی دی.

دا ورځپاڼه وایي، هغه هندی وګړی چې افغانستان کې له داعش سره یوځای شوی و افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکې برید کې وژل شوی دی.

دا ورځپانه د دې تن - چې نوم يې حفیظ الدین ښودل شوی دی - په اړه لیکي چې( تېره شپه د هغه مور ته په تیلیفونی پیغام کې خبر ور کړ شو چې زوی يې وژل شوی دی.)

حفیظ الدین د هندوستان د کیرالا دسیمې هغو یوویشتو کسانو څخه و چې د ادعا له مخې له داعش سره یوځای شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه دا پیغام د مجید په نوم یو تن لخوا استول شوی چې هغه هم تېر کال لادرکه شوی و، ورځپاڼه زیاتوي استخباراتي ادارې باور لري چې دا پیغام له افغانستان استول شو دی.

د دې کسانو لادرکه کېدو چې شپږ مېرمنې او درې کوچنیان هم پکې دي ډېر خلک حیران کړي وو ځکه چې د هغوي څخه ډېر يې تعلیم یافته او داسې کورنېو سره يې اړه درلوده چې له اقتصادي پلوه یې د ژوند چارې ښې وې.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق AP
Image caption بو برګډال چې له ګونټنامو د طالب بندیانو په بدل کې خوشی شو.

بیا د هغه امریکاي پوځي پر اعلان شوې محاکمه لیکنه کړې ده چې پنځه کاله له افغان طالبانو سره بندي و.

د بو برګډال پوځي محاکمه د دې تورونو له امله ترسره کېږي چې پوځ یې پرېښي او خپل دې کار سره يې د امریکايي پوځیانو ژوند ته ګواښ پېښ کړی و، خو اوس د دې پوځي مدافع وکیل وایي غواړي محکمه د بو برګډال پر ضد روانه دوسیه وتړي

ځکه چې د وکیل په وینا ولسمشر ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پرمهال هغه خاین بللی و، نودا څرګندونې دا ناشونې کوي چې د هغه محاکمه دې بې پرې وي.

ټاکل شوې ده چې دا محاکمه د روان کال د اپریل په پای کې شروع شي.

برګډال د ۲۰۱۴ کال په مې کې د ګوانټانامو څخه د پنځو طالب مشرانو په بدل کې پرېښودل شوی و.