BBC
 شاته

د چیلي پلازمېنه کې ۵ میلیونه خلک د څښاک اوبه نه لري

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي، د سیند اوبه چې پاکې شوې نه وي، تر هغه به خلک له ستونزو سره مخ وي.

د جنوبي افریقا په چیلي کې د سخت ورښت او ځمکښوېدنې له امله د دغه هېواد د یوه لوی سیند اوبه ککړې شوې چې له امله یې د پلازمینې سنټیاګو چارواکي اړ شول، پر کابو پنځه میلیونو کسانو د څښاک اوبه بندې کړي.

د پلازمینې د اوبو ډېره اړتیا له میاپو سیند پوره کېږي، خو چارواکي وايي، د اوبو تر بیا پاکېدو یې څښل بند دي.

د سنټیاګو والي کلیوډیو اوریګو وایي: "موږ د ۱،۴۵ میلیونه کورونو په هکله خبرې کوو چې د اوبو له ککړتیا اغېزمن شوي او دا ستونزه په ۳۰ ولسوالیو کې ده".

* د چیلي د کودتا ۴۰ کاله پوره شول

* چیلي کې له زلزلې وروسته د څونامي کوچنۍ څپې

"موږ لا هم نه پوهېږو چې کله به د سیند اوبه بیا پاکې شي. تر هغه چې سیند پاک شوی نه وي د اوبو رسولو زیمواري نشو منلی".

بارانونه د شنبې په ورځ پیل شوي چې تر دا مهاله یې څلور کسان وژلي او ۲۰ نور نادرک دي.

چارواکو د دوشنبې په ورځ د ښوونځیو پیلول هم ځنډولي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ځايي خلک د اوبو له سختې ستونزې سره مخ دی.

د بېړنیو چارو اداره وایي، له لوړو د اوبو د تویېدلو له امله ځینې سړکونه هم ویجاړ شوي او په زرګونو خلک له نورو سیمو سره اړیکه نیولی نه شی.

د چیلي مرکزي سیمه کې میاشتې میاشتې وچکالي وه او سخت اور هم د اونیو لپاره دا سیمه وسوځوله.