شاته

ننګرهار کې له څه باندې ۱۶۰ کډوالو سره مرستې وشوې

په ننګرهار ولایت کې له څه باندې ۱۶۰ هغو کډوالو کورنیو سره مرستې وشوې چې په دې وروستیو کې له پاکستان نه افغانستان ته راستنې شوي او یا په افغانستان کې دننه بې‌ځایه شوي دي.

د ننګرهار والي د رسنیو دفتر څخه په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته په ختیځو ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له‎خوا شوې ده.

خبرپاڼې د دغې ادارې د اړیکو د څانګې مسؤل محمد ایمل له قوله ویلي چې هرې کورنۍ ته سل امریکایي ډالره او درې تختې کمپلې ورکړل شوې دي.

د ایمل په خبره تر دې دمه له شااوخوا دوه زره کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوي چې ۱۷۰۰یې له پاکستانه افغانستان ته راغلي او شااوخوا ۳۰۰ نورې له بېلابېلو ولایتونو ننګرهار ته تللي دي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې په مجموعي ډول یو میلیون او ۳۰۰ زره افغانان په ټول هېواد کې د ناامنیو له کبله بې‎ځایه شوي دي او يو میلیون او ۶۰ زره افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي چې ډېری شمېر يې له پاکستانه راغلي او ډېری یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.