شاته

خبریالان: د طالبانو د فېسبوک پلان د انتقادونو د خاموشه کولو هڅه ده

واشنګټن – خبریالان او فعالان وايي، د طالبانو لخوا د فېسبوک بندول په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د نیوکو د خاموشه کولو یوه هڅه ده.

دغه وړاندیز د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سرپرست وزیر نجیب الله حقاني لخوا اعلان شوی.

حقاني له طلوع نیوز سره په یوې مرکه ویلي، چې وزارت یې یوه داسې پالیسې تیاروي چې په افغانستان کې فېسبوک "محدود او یا بند" کړي.

حقاني وویل، د ټولنیزو رسنیو بندول د "هېواد په ګټه دي."

هغه زیاته کړه، افغان ځوانان دومره تعلیم نه لري چې فېسبوک په "مثبته لاره" وکاروي بلکه کارول یې "د وخت او پیسو زیان دی."

خو افغان خبریالان او فعالان دغه وړاندیز ته د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ازادیو د کنټرول لپاره یوه بله هڅه بولي.

په کابل کې یو خبریال د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې د طالبانو دا سیاست د طالبانو د "ځپونکو محدودیتونو" دوام دی.

دغه خبریال وايي، "د فیسبوک په بندولو سره هغوی غواړي چې خبریالان د خبرونو او معلوماتو په شریکولو کې له محدودیت سره مخ کړي او فعالان او په حکومت انتقاد کونکي خاموشه کړي."

دی وايي، په ټولنیزو رسنیو باندې بندیز به منفي اغېز ولري‌ ځکه په هېواد کې د لګېدلي سانسور له امله زیاترو خلکو د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره فېسبوک ته مخه کړې.‌

د خبریالانو د ژغورنې کمېټې، د بیان د ازادۍ ډلې په یو بیان کې ویلي، چې د طالبانو دا پلان به "په هېواد کې د ازادو معلوماتو مخه نوره هم ونیسي."

د سټاټیسټا په نامه د یوې انلاین شمېرنې ډېټابېس ویلي، په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو ۳.۱۵ میلیونه فعال کارونکي دي چې فېسبوک پکې یو له ډېرو مشهورو څخه دی.

په ۲۰۲۱ کال د طالبانو د بیا راتګ راهیسې، د ټولنیزو رسنیو بنسټونه په زیاتېدونکې توګه د خبریالانو لخوا کارول کېږي چې معلومات پرې له خلکو سره شریک کړي.

فسبوک همدارنګه د سلګونو خبري رسنیو د تړل کېدو تشه هم ډکه کړې.

د بې پولې خبریالانو په نامه د رسنیو د څار ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې په سلګونو خبري رسنۍ تړل شوې دي او طالبانو په دغه هېواد کې په ازادو مطبوعاتو باندې سخت بندیزونه لګولي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00