جرمني کې پر کډوالو هره ورځ لس بریدونه شوي
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد کې پر کډوالو تېر کال هره ورځ نږدې لس بریدونه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، له څلورو په دریو بریدونو کې کډوال د دوی له استوګنځیو بهر په نښه شوي دي، خو په استوګنځیو کې هم پر دوی ۱۰۰۰ بریدونه شوي دي.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل له خوا د کډوالو پر مخ د پرانستو دروازو تر سیاست راهیسې پر دوی د بریدونو او تېري پېښې هم زیاتې شوې دي.
دا مهال کډوال په جرمني کې د کډوالۍ لپاره ډېر پناغوښتنلیکونه سپاري، خو ور سره په اروپا کې د ترهګریزو بریدونو وېره هم ډېره شوې ده.
* د اروپا په سړه هوا کې افغان کډوال ماشومان له ستونزو سره مخ دي
* سږ کال له جرمني ۵۵ زره کډوال پخپله خوښه وتلي
د جرمنی د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې
- ۲۰۱۶ کال کې ۳۵۵۳ بریدونه د کډوالو او پنا غوښتونکو پر لنډمهالو استوګنځیو کې شوي دي.
- ۲۵۴۵ بریدونه پر یواځې یا مجردو کډوالو شوي دي.
- په دغو بریدونو کې د ۴۳ ماشومانو په ګډون ۵۶۰ کسان ژوبل شوي دي.
- ۹۸۸ بریدونه د کډوالو پر استوګنځیو شوي دي( دا بریدونه د ۲۰۱۵ کال په پرتله لږ کم دي.)
- ۲۱۷ بریدونه د کډوالۍ پر ادارو او دوی ته پر خپل خوښو یا دواطلبو کارکوونکو شوي دي.
خو تېر کال جرمني ته د رسېدلو کډوالو شمېر ۲ لکه ۸۰ زره دی او دا شمېر د ۲۰۱۵ کال په پرتله له شپږ لکو ډېر کم شوی دی.
یو لامل یې دا دی چې جرمني ته د تګ اسانه لارې بندې دي. د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ له تړون وروسته د بالکان له لارې د کډوالو د تګ لار تړل شوې ده.
* کلې کې بې سرپرسته کډوال ماشومان
* فرانسه کې د افغان ماشوم کډوال مړينه
* جرمني کې افغان کډوال ماشوم له انګلا مېرکل مننه وکړه
ټاکلې ده په جرمني کې د کډوالو مسله راتلونکې پارلماني ټاکنې هم اغېزمنې کړي، چې په راتلونکي سپټمبر کې کېږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ دا شمېرې خپرې کړې او ویلي یې دي چې د پارلماني پوښتنو په ځواب کې یې چمتو کړې دي.
د دې بریدونو کچه د ۲۰۱۵ کال د حملو له شمېر سره بشپړه پرتلنه نه ده شوې، ځکه پر مجردو کسانو د ۲۰۱۶ کال بریدونه په ځانګړې ټولۍ یا کټګورۍ کې راوړل کېږي.